تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو په یوه رینجر موټر کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د پوځي مسوول د نیول کېدو مسله په جدي ډول څېړي.
راپورونه ولايي چې د بغلان لپاره د طالبانو پوځي مسوول قاري ظاهر نن /یکشنبه/ د میدان وردک د امنیه قوماندان خلیل اندرابي په رینجر موټر کې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په بغلان ولایت کې نیول شوی دی.
د بغلان ولایتي چارواکي وايي چې قاري ظاهر له دوو نورو کسانو سره په خنجان ولسوالي کې ونیول شو.
راپورونه وايي چې قاري ظاهر له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی و او د پولیسو په موټر کې کابل ته وړل کېده چې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت منسوبانو په خنجان کې ونیوه.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د دغه خبر د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې په دې برخه کې جدي څېړنې کېږي.
صدیقي په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل.
ویل شوي چې قاري ظاهر د میدان وردک د اوسني امنیه قوماندان خلیل اندرابي له کورنۍ سره، چې د بغلان د اندراب اوسېدونکی دی، نژدې اړیکې لري.
دا هم ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې یو تن د انداربي د تره زوی دی.
قوماندان اندرابي تراوسه پوري د دې قضیې په اړه څه نه دي ویلي او د رسنیو تماسونو ته یې ځواب نه وايي.
دې پېښې یو ځل بیا هغه شکونه نور زیات کړل چې پر اساس یې ویل کېدل له طالبانو سره ځیني امنیتي چارواکي په پټه مرسته کوي.
Pa doy aw da doy pa malgaro de da Allah lanat wi aw Allah da nor de watan ta asli musolman aw pa watan mayen khalk wakdaran kri.
la punjabi na da khainan deeer zaharjan di
دې پېښې یو ځل بیا هغه شکونه نور زیات کړل چې پر اساس یې ویل کېدل له طالبانو سره ځیني امنیتي چارواکي په پټه مرسته کوي خو داتور معمولا په پښتنو لګیده!
انحصارګری دملت وژنی لپاره، بیا هم ثابته کړه چه دبن انحصاری تړون تر ننه کوم جنایت نلری ؟ټول قومانداانان د یوی فاسدی ډلی تر انحصار لاندی راوستل او دداا ډول د ملت په ژوند لوبی کول د عادی افغان یا مسلمان کار ندی دا ډیره زیاته بی ایمانی غواړی ،فاسده شیطانی مفکوره او ارذل الناس عناصر غواړی ،دنورو قوومونو جنرالان تقاعد ته سوقول او خپل بیسواده غله او قاتلان جنرالول مقصد یی همدا رذالت دی چه د حکومتی امکاناتو څخه دحکومت او خلکو پر ضد کار واخیستل شی نو اوس رئیس جمهور مجبور دی چه ټول قوماندانان خپله وټاکی او د ملت د قاتلانو لاس لنډ کړی او د مزدورو کړیو لیوان چه ملت داړی ویتړی.