څو ورځې د مخه د ښارجوړونې وزیر سید منصور نادري میدان ښارته راغی، نوموړی په یوه غونډه کې د میدان وردګو د والي حیات الله حیات او سکتوري رییسانو سره راڅرګند شو، د ښار جوړونې وزیر میدان وردګو ته له ښوخبرو سره راغلی و، د خبرو په یوه برخه کې يې وویل چې مرکزي اداره هوډ لري میدان وردګ له کابل سره وصل کړي او میدانښار ته ښاري پراختیا ورکړي، که د ښارجوړونې د وزیر داخبره عملي شي له یوې خوابه د کابل په چټله هواکې د ګڼ نفوس اندازه کمه شي او د پلازمینې چاپيریال به ورسره تغیر شي له بلې خوا به د میدانښار وروسته پاتې ښار په یو پرمختللي ښار بدل شي، خلکو ته به په دې ولایت کې د کار زمینه برابره شي او د دې سیمې د وګړو په ژوند کې به ډیر اقتصادي بدلونونه رامنځته شي، میدان وردګ ولایت د ډیرو کانونو، میوو او کرنیزو توکو تولیدوونکی ولایت دی یوه نیکمرغي يې داده چې پلازمینې ته تر ټولو ولایتونو لنډ دی چې سوداګریز توکي په لږ وخت او کم لګښت پلازمینې کابل ته رسیدلای شي، خو لویه بدمرغي يې دا ده چې دغې ښارڅنګه چې اړینه وه ښاري پرمختګ هیڅ ندی کړی، د دې ښار او آن د ټول ولایت وګړي د اړتیا وړ مواد له مرکز کابل څخه اخلي او د سیداباد، بندچک، جغتو،دایمیرداد، بهسودو لومړۍ حصې او مرکزي بهسودو شپږ ولسوالۍ په دې ښار کې اډه نه لري، دلته د ژوند اسانتیاوې محدودې دي او که یو څوک له دغو ولسوالیو څخه میدانښارته راځي نو اړ دی چې د کابل کرایه ورکړي او د بیرته تللو پر مهال بیا اړ دی چې یو ځل ځان کابل ته ورسوي او له کابل څخه د خپل کور مسیر وټاکي، دا ډول ستونزې ښایی د هیواد په هیڅ ولایت کې نه وي، اوس چې میدانښار د ښاري پرمختګ په درشل کې دی اړینه ده چې لومړی د خپلو ټولو ولسوالیو لپاره دلته اډې جوړې شي، پانګوال وهڅول شي څو د دې ولایت د وګړو د اړتیا وړ مواد دلته په میدانښار کې پوره شي او عام وولس ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې د غزني او کابل پر ځای د خپل ولایت په مرکز میدانښار کې خپل اړتیا وړ توکي واخلي داهله کیدای شي چې د دې ولایت په مرکز میدانښار کې ټولو ولسوالیو ته لومړی د موټرو تم ځایونه جوړ شي او ورپسې د هټيوالو د توکو د خپلسرو بیو نرخونه کنټرول شي، که دا کار وشي حتما وولسونه له کابل او غزني څخه میدانښار ته زړه ښه کوي او میدانښار له ترانسپورتي، سوداګریز او اقتصادي پلوه پرمختګ کوي، دا کار د نورو ګټو ترڅنګ د سولې په ټینګښت کې هم ګټور ثابتیدلای شي ځکه چې ښارونه تر کلیو او بانډو ډیر په امن کې وي د دې ترڅنګ د میدانښار کلتوري ښکلا هم ډیره مهمه ده چې باید پام ورته وشي د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار که څه هم یو کوچنی ښار دی او محدود شمیر مارکیټونه، پارکونه، څلورلارې او کمې کوڅې لري، خو بیا هم دې ښار ته په راتلو سره ډیری نابلد کسان له یو لړ ستونزو سره مخ کیږي، دلته ډیری مارکیټونه او دوکانونه لوحې نه لري، زیات شمیر پارکونه شته چې د اشخاصو په نومونو یا بیخي نومول شوي نه دي یا هم که د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا نومول شوي دي لوحې نه لري، چې مهمه بیلګه يې په میدانښار کې د شهید قاسم خان په نامه او د چک د پخواني ولسوال شهید اسماعیل وفا په نومونو د دوپارکونو رسمي نومول و خو ښاروالي تر اوسه په دې ۳ کلونو کې د دې پارکونو لپاره دلوحو په جوړولونده توانیدلې، د دې ښار بڼه د نورو ولایتونو سره ژور توپير لري سره له دې چې دغه ښار په تیرو څوارلسو کلونو کې د پام وړ رغنیز بدلون ونکړ په کلتوري برخه کې هم ډیرې ستونزې لري، د دې ښار کوڅې لاهم بی نومه دي او څوک نشته چې لوحه ورته جوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *