د میدان وردګو ولایت د ۲۳ لنډ او اوږد مهاله قراردادونو څخه شاوخوا ۶ میلیونه عوائد راټول شوي،چې د دې ولایت د کانونوادارې ته ورکړل شوې اندازې څخه یې کچه زیاته ده .

د روان مالي کال په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت د کانونو ادارې د بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې۵ اوږد مهالې او ۱۷ نور لنډ مهالې قراردادونه کړې وو.

د دغه قراردادونو په ترڅ کې، د ۲۳ زرو ټنو په اندازه د دایمیردادو او ۳۰ زره ټنو په اندازه یې د مرکزي بهسودو د کچو درې قراردادونه له شرکتونو سره کړې وو.

همدا راز د بهسودو په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې د ۱۵ زرو ټنو په اندازه له یو بل شرکت سره د مرمو تیږو قرارداد ترسره کړی وو او همدا راز د نږدې ۵۲ زره متره مکعب په اندازه یې د ساختماني موادو قرار دادونه هم ترسره شوي وو.

که څه هم د مستوفیت له لورې د کانونو ادارې ته نږدې ۴ او د کانونو وزارت له لورې ورته نږدې ۵ میلیونه افغانۍ د عوائدو ترلاسه کولو هدف ټاکل شوی وو،خو د میدان وردګو ولایت د کانونو ادارې نږدې ۶ میلیونه عوائد راټول کړي دي.

د یو بل خبر له مخې اوس مهال د میدان وردګو کانونو ادارې له یو شرکت سره د ۵ کلونو لپاره د قرارداد چارې پیل کړي،چې په یاده موده کې به ۹۵ زره ټنو په اندازه د مرمو تیږې وباسي .

دغه شرکت به په یاده موده کې نږدې ۵ میلیونه افغانۍ یواځې په قرارداد شوي کان کې پانګه اچونه وکړي او د تړون له مخې به د۲ سوه زرو افغانیو په سیمه کې د خلکو په غوښتنه ټولنیز کارونه ترسره کړي.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی په دغه ولایت کې د کانونو ادارې د کارونو له دې امله ستاینه کوي،چې له خپلې اندازې څخه یې زیات عواید مستوفیت ته راټول کړي .

نوموړی هیله څرګنده کړه،چې د امنیتي ستونزو په لمنځه تلو سره به د دغه ولایت په کانونو کې د کارکولو او نورو برخو څخه د دغه ولایت د اوسیدونکو په اقتصادي برخه کې مثبت بدلون راشي .

د یادونې وړده،میدان وردګ ولایت کې ۴۳ بېلابېل کانونه شتون لري،چې له شرکتونو سره یواځې د ۵ کانونو اوږد مهالې تړونونه شوي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *