تاند، یکشنبه، د میزان ۲۸مه: د میدان وردګ والي جنرال مظفرالدین له یو ځانمرګي برید څخه ژوندی وتلی دی.
د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، پېښه هغه مهال شوې چې په میدانښار کې د والي د موټرو کاروان د تېرېدو په حال کې و، خو نوموړي ته په کې کوم زیان نه دی رسېدلی.
خو د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی محمد سردار بختیاري بیا وايي په دې پېښه کې درې ټرافیک پولیس وژل شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي، په پېښه کې د والي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن غرمه نامعلومه وسله والو د پکتیا د حوزوي روغتون مخې ته د سید کرم ولسوالۍ یو قومي مشر روزالدین په ډزو وواژه.
د پېښې دغه ځای د پکتیا د امنیه قوماندانۍ په جنوب کې کابو په دوه سوه مترۍ کې پروت دی، چې د عیني شاهدانو په وینا بریدګر د پیښې له ځایه په تېښته بریالی شو.
تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.