د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی نن (چهارشنبه) د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ له لسګونه هغه سیلاب ځپلو کورنیو سره،چې تېره اونۍ د سیلابونو راوتو له امله یې کورونه نړیدلې وو،د خیمو مرسته وکړه.

نوموړی همدا راز د میدان ښار له نږدې سل تنو کورنیو سره د خوراکي توکو،چې په کې یوې کورنۍ ته پنځه لیتره اوړه،پنځوس کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې شاملې وې،هم مرسته وکړه .

په ورته وخت کې د میدان وردګو والې د چک،نرخ او سیداباد ولسوالیو د شپږو هغه ښوونځیو سره،چې خونې نلري هم د خیمو مرسته وکړه .

1د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالجید خوږیاڼي د یادې مرستې د ورکړې پر مهال نورو بې وزله او اړمنو کسانو سره د نورې مرستې ورکړې د ژمنې ترڅنګ وویل ډیر ژر به د دغه ولایت د زده کوونکو لپاره د کمپوټر د زدکړې،یو لوی مرکز هم جوړ کړي،چې پر یو مهال به په کې ۵۰ تنه زده کوونکې زدکړې ترلاسه کړي،پخپل مالي لګښت جوړ کړي.

د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق،د سیلاب ځپلو په استازۍ ښوونکې بخت زمینې ابراهیمي او د بې وزلو په استازۍ کریم خان د میدان وردګو والې له یادې مرستې مننه وکړه او پر نورو مرستندویه ادارو یې دوی ته د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه .

دا په داسې حال کې ده،چې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د میدان وردګو والې د دغه ولایت د سلګونو بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *