د میدان وردګو ولایت د بند خونې څخه د جمهور رئیس د بښنې د شپاړسم ګڼې فرمان له مخې ۲۳ تنه بندیان،چې جرمونه یې سپک وو،خوشي شول.
د میدان وردګو ولایت مرستیال والي ښاغلي غزني ګل ځاځي د ولسمشر حامد کرزي څخه د مننې تر څنګ له بند خونې څخه ازاد شویو کسانو ته وويل: بند خونه د انسان لپاره د عبرت اخیستلو،فن ترلاسه کولو او د اصلاح کولو ځای دی .
نوموړي له خوشي شویو کسانو څخه وغوښتل چې نور د خپلو کورنيو ترڅنګ عادي ژوند ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې په نورو جرمونو مرتکب نه شي.
دغه راز د ميدان وردګو د محبس عمومي مدير مل پاسول افندي رباطي وويل : یاد کسان د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا په مناسبت د جمهور رئیس د بخښنې د شپاړسم ګڼه فرمان پر اساس له بند څخه ازاد شول .
نوموړی زیاته کړه،یاد کسانو بېلابېل عادي جرمونه ترسره کړي وو،چې شاوخوا تر پنځه کلونو بند باندې محکوم وو،چې د یاد فرمان په ترڅ کې ورته بخښنه وشوه .
د هغه په وینا په دغه بند خونه کې د دېرش نورو بندیانو دوسیې هم تر څېړنې لاندي دي او د دوسیو د بشپړېدو سره به ډېر یاد کسان هم له بند څخه ازاد شي .
د یادونې وړ ده،د میدان وردګو ولایت به بند خونه کې دا مهال د دوه میرمنو په ګډون دوه سوه پنځلس تنه،چې بېلابېلو جرمونه یې ترسره کړي،د بند شپې ورځې تېروي
په درنښت
عطاالله خوږیاڼی