محمد هلال سمسور
په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره خلک تر ډېره هیله من وو، چې ښايي نور هېواد د ثبات پر لور لاړ شي. خو ډېر ژر خلک ناهیلي او د حکومت د بې کفایتۍ له کبله د ولس او حکومت تر منځ فاصله ډېره شوه. آرام آرام طالبانو هم خپل نفوذ ډېر کړ. د خلکو ترمنځ یې تبلیغات ډېر کړل، چې هلئ کافران او صلیبیان راغلي او له بلې خوا د امریکایانو بې رحمانه بمبارۍ او د پولیسو ناوړه چلند خلک نور هم له طالبانو سره خواخوږي کړل. خو ډېر وخت تېر نه ؤ، چې په طالبانو کې هغه خلک را ډېر شول، چې خلک یې ځورول. غلو، چرسیانو، پوډریانو، مور او پلار عاق کړیو، مجرمینو، کشرانو ماشومانو چې په هېڅ نزاکت نه پوهېدل، قرضدارانو، دښمنۍ لرونکو او داسې نورو د طالبانو په صفونو کې نفوذ وکړ، چې خلک یې خفه کړل او د کلونو په تېرېدو سره خبره تردې را ورسېده چې خلک له طالبانو څخه تر پوزو راغلل او د پاړسي متل په اساس چې (تنګ آمدی په جنګ آمدی) د میدان وردګو ولس دېته اړ شو چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون ته ځان چمتو کړي، چې اساسي عوامل یې په لاندې ډول دي:
– د دې ولس بې وزله او غریبو خلکو طالبانو ته ډوډۍ ورکوي او شپه او ورځ به یې پناه ورکوي، خو طالبان د همدې غریب خلکو د کلي، کور او مال ځای څخه په پولیسو فیرونه کوي او له یو څو فیرونو وروسته خپلې پښې سپکوي او بېوزله خلکو هغوی ته پرېږدي، یایې د کور ترڅنګ ماین خښ کړي، چې پولیس پرې متقابله حمله کوي، ځوروی یې او هم یې د جګړې له کبله ماشومان او مېرمنې ډار او وېره پر ځان واخلي. کله چې ورته خلک طالب ته ووايی “او ګرانه د خدای لپاره!! ځایونه خو ډېر دي له بل ځای څخه پرې جګړه وکړه! د خدای په خاطر زموږ د معصومانو ماشومانو او کورونو خاطر وکړه.” “طالب ورته وايي ورکشه! تر ما ښه ځوان نه یې!”
– په سیمه کې چې کوم لوستی، ډاکټر او انجینر ؤ طالبانو هغوی څوک و ډبول، د کافر او صلیبیانو په نامه یې متهم کړل او دېته یې اړ کړل، چې یا له سیمې کډه شي. د سیمې بېوزله غریبانو چې په کومه پروژه کې مزدوري کوي هغوی تهدیدوي. ډېر یې مړه کړل او ډېر په کور کېنول. له یوې خوا یې طالبان په پروژو، پولیسو، او اردو کې کار ته نه پرېږدي او له بلې خوا ورباندې ایران او پاکستان پولې تړلې آخر خلک څه وخوری!؟ مګر طالبان څوک د غنیمت په نامه موټر چوروي، څوک دې په کوېټه، میرانشا او پاکستان کې اوسيږي او څوک دې هم په قطر کې مزي کوي!!
– په سیمه کې جنګي طالبانو قومپالنه او توکم پالنه په نره پالي، هغه قوم چې طالب یې قوي ؤ هغوی د ملي پیوستون له پیسو ګټې واخیستې او چا چې طالب نه درلود، د هغوی پیسې د صلیبیانو او د طالبانو لپاره غنیمت وې او په زور یې له خلکو واخیستې!
– داسې پېښې ډېرې کېږي، چې یو ډېر مجرم او له امریکایانو او حکومت سره روابط لرونکی طالب راپورته او د جاوسوس یا حکومت پلوه او یا کافر په نامه داسې خلک ووژني چې محترم خلک وي. د مقتول کورنۍ له یوې خوا خپل زوی، ورور او پلار له لاسه ورکوي او بلې خوا د کفر ټاپې هم پرې لیګېږې. حال دا چې د هر مقتول سلګونه او زرګونه دوستان په هم په خدای او هم په رسول قسم خوري، چې دا شخص تر قاتل لس ځله ښه مسلمان ؤ. آیا په دې سره به خلک له طالبانو سره کرکه ونه کړي. په سلګونو با نفوذه خلک د طالبانو لخوا په یوه او یا بل نامه ووژل شول چې بېلګې یې، معلم عزیز الله، حاجي ظاهر، د سیدآباد منهاج، اسدالله او داسې نور….
– په ډېرو کلیو کې طالبانو بې ګناه خلک ونیول، وځورول او یا یې وژل چې قاتلین یې طالبانو نور هم حمایه کړل او خبره دښمنیو ته ورسېده او دښمنیو کې نور خلک هم مړه شول او دښمنۍ یې تر ابده ولس ته پاتې شوې، چې ژوندي مثالونه یې د نرخ په ولسوالۍ، د چک په ولسوالۍ او سیدآباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
– په میدان وردګو ولایت کې ښوونځي شته خو دتعمیر ودانۍ جوړول یې اجازه نه لري، دا ودانۍ طالب ته څه تاوان لري!! طالبه ته څنګه زما ډوډۍ خورې خو زموږ ښېګړه نه غواړې!؟
– د حکومت لخوا د ښوونځیو نظارت او څارنه اجازه نه لري، طالب ولې نه پرېږدي، چې د میدان وردګو بچیان د نورو ځوانانو په څېر تکړه او لایق شي!؟ د دارالمعلمینو څانګې جوړول اجازه نه لري، طالب ولې نه پرېږدي، چې ښوونځي تکړه ښوونکي ولري.
– همدارنګه کلینیکونه شته خو متخصص ډاکټر ته اجازه نشته، د روغتون د ودانۍ جوړولو ته اجازه نشته. طالبه زموږ ناروغ حق نه لري چې ژر او همدلته تداوي شي!
– د ولسوالیو سړکونه منظور شول خو طالبانو ورته اجازه ور نه کړه، (خلک له زړه نه دا پوښتنه کوي، چې آخر ددې خدماتو ګټه ولس ته رسېږي او که اوباما ته!!) که طالبان په ریښتیا هم دولس دوستان وای نو ولې په خپلو دوستانو لوره نه لري!!! طالبه تاسې خو موږ خپل بللی او حکومت مو پردی باله. هغه را ته دا خدمات وړاندې کوي او تاسې چې ځان زموږ دوستان بولی له دې خدمتونو مو محروئ؟!! دوست همداسې وي!!
– په تېرو څو کلونو کې په سلګونو شپې پاڼې او ګواښونه راغلل، چې هره ورځ یې په خلکو ورځ ترخه کړې. (څوک چې حکومت کې کار کوي، کافر دی؟! ژر یې را وباسئ، څوک د حکومت معاش خوري هغه د اوباما زوی او صلیبی دی، څوک چې کابل ته ځي موږ ته باید خبر راکړي؟!
– اوس دا دي د طالبانو په وینا په کوېټه ۸۰۰ دیني مفتیانو فتوا صادره کړې، چې هغه ملایان چې معلمي کوي لمونځ نه ورپسې کېږي، تاسې او خدای دا په کوم ځای کې راغلي، دا د آی اس آی په نصوصو کې دی او که د الله او رسول په نصوصو کې!؟ دا هم وايي چې ژر له حکومته را ووځئ!!؟
– په تېرو څو کلونو کې په زرګونو موټر وسوځول شول، ډریوران او کلینران یې ووژل شول او یا وپلورل شول؟ پیسې یې لاړې په کوېټه او پاکستان کې طالب قوماندانانو پرې کورونه جوړ کړل، یا یې پیسې په تجارت کې ورکړې! ډېرو خو د سیداباد ولسوالۍ عظیم نامي ته د تجارت لپاره ورکړې چې هغه په خپله له ملیونونو پیسو سره ورک شو!
– طالبان کوچني ماشومان له ځان سره ملګري کوي. هغوی یې خپلو پلرونو او میندو ته سور اور ګرځولي، پلرونه یې شپه او ورځ له یوې خوا خپلې بېوزلۍ پسې اخیستي او له بلې خوا هره شېبه دا لحظې شماري، چې اوس به یې زوی د مشرانو طالبانو لخوا د جنسي تیري قرباني کېږي!. اوس به ورته د کلي او قوم دښمني راوړي!. او اوس به د وژل کېدو خبر ورکوي!
– داسې کلی او سیمه نشته چې به خپل ورک شوي زوی او ورور پسې میرانشا او یا کوېټې ته نه وي تللی!!! او مرکز په مرکز او حویلۍ او په حویلۍ ګرځي او خپل کشر زوی لټوي، چې آخر یې د کوم آخوند په انتحاري ورکشاپ کې را پیدا کړي خو د را ایستو اجازه نه ورکوي.
– دیارلس کاله تېر شول، طالبانو د میدان وردګو ولس ته څه شی ورکړل!! دې ولس ته یې کومه خوشالي راوړې؟ ددې ولس کوم درد یې دوا کړی؟ امریکایانو خو په خپله سیمې پرېښودې! طالب خو په دې اړه هېڅ ونه کړل!!
– په الله قسم چې دا پوښتنه د هر چا په ذهن کې ده چې آخر دا طالب څه غواړي؟ د څه په خاطر یې په دې ولس ځمکه سور اور ګرځولې!؟ څه پلان لري که خبره د بهرنیانو او امریکایانو وي هغه زموږ له سیمو وتلي!!
– آیا دا طالب د امریکا دوست دی او که دښمن؟ که یې په ریښتیا دښمن وای نو امریکا څنګه په کوېټه او میرانشا یوه بمباري هم نه کوي!؟ څنګه موږ ته د طالبانو ټولې حویلۍ او مرکزونه معلوم دي او د امریکې الوتکو ته نه دي معلومې!؟
– آخر موږ د نورو ولایتونو په څېر حق نلرو، چې په آرامۍ کې ژوند وکړو، ښونځي ولري، سړک ولرو، آخر تر کله به روغتون نه لرو؟
– د طالب له شامته، مو پولیس هم ځوروي، الوتکې هم را باندې تاویږي او بمبارۍ را باندې کوي، زامن او وروڼه مو هم څوک بندیان او څوک ووژل شول؟ آخر تر کله؟! آخر د څه لپاره!؟
– طالبه د میدان وردګو ولس تر سپږمو راغلی، نور یې خاموشي په چاودېدو شوه. بالآخره خبره دې ته را رسېدلې، چې د وردګو د ننه او بهر دیني علمان، متنفذین په ځیرکۍ سره خپل ځانونه سره منظم او ستاسې په مقابل کې په یو غږ را پور ته شي.!!
دا حكومت وردگو ته كوم داسي كار كرئ چي د طالبانو نه مو گيله ده. طالبانو وردگو ته دا افتخار وگتلو چي د اسلام په لار كي يي په توله نري كي زان پيژندنه وشوه او داسي گوزارونه يي يهودانو ته وركرل چي تاريخ به يي ياد ساتي. دا دنيا هسي هم فاني دنيا ده خو د وردگو شهيدان به انشاالله په هغه دنيا كي د نورو وردگو د شفاعت سبب هم گرزي. بريا آخر هم د حق ده انشاالله. ژوندئ د وي جهاد او ژوندى د وي طالبان