تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: د ((این سټایل)) مجلې لخوا د نړۍ د ۵۰ هغو غوره ښځو لیست اعلان شو چې په ټولنه کې يې ژور بدلونونه راوستي دي.
په دغه لست کې د میدان وردګو ۲۶ کلنه ښارواله ظریفه غفاري هم د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي سره په یو لیست کې د بانفوذه میرمنو په کتار کې راغلې ده.
دغه امریکايي مجله له ۱۹۹۴ کال راهیسې د میاشتې یو ځل چاپېږي او زیاتره د ښځو د مود او فیشن په تړاو خپرونې کوي.
د میدان وردګو ښارواله چې تېر کال مقرره شوې وه ایله څو میاشتې وړاندې یې د کار د پيل اجازه ترلاسه کړه.
د نوموړې په راتګ سره د میدان وردګو ښاروالۍ عواید ۲۶ سلنه زیات شوي دي.