دغه ټکی د هېواد د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي د میدان وردګو والي،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د همغږۍ قوماندان او یو شمېر نورو امنیتي مسؤلینو سره په دغه ولایت کې په جوړه شوې غونډه کې وکړه.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی او نورو نظامی مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال په دغه ولایت کې د پراخه دوامداره عملیاتو،امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو د ورکړې او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړی زیاته کړه،په دغه ولایت کې د مقام په ګډون ټولې نظامی ادارې ښه همغږي لري،چې له امله یې په وروستیو کې امنیتي ستونزې هم کمې شوي دي .

هغه زیاته کړه،که په یادو برخو کې ورسره همکاري وشي نو په دغه ولایت کې به نور هم د امنیت په تامین بریالي شو.

د میدان وردګو والي په دې وروستیو کې د کابل ـ غزني لویې لارې د امنیت د تامین څخه هم د هېواد لوی درستیز ته ډاډ ورکړ.

لوی درستیز شیرمحمد کریمي،چې لوړ پوړو بهرنیانو یې هم ملتیا کوله،ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت لپاره به ژر تر ژره په یادو برخو کې د مرستې هڅې وکړي .

هغه زیاته کړه،د مرکز ټولې نظامی ادارې هڅه کوي،چې د میدان وردګو ولایت امنیتي ستونزو ته ژر تر ژره د حل لارې ولتوي،ځکه دغه ولایت مرکز پلازمینې ته زیات ارژښت لري .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *