د میدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی وروسته له دې،چې د پژواک خبري اژانس د فعالیتونو لسم کال پوره کیږي،د دغه اژانس مشرتابه او ادارې ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د دغه اژانس ستاینه وکړه.

نوموړی وویل : پژواک په رښتیني ډول پخپلو ټولو امکاناتو سره د افغاني ټولنې رښتینی انځور راښکاره کړی او پرته له دې،چې د کوم لوري پلوي وکړي،د ستونزو،پېښو او نورو موضوعاتو باندې خبرونه جوړ او خپاره کړي .

د میدان وردګو والي همدا راز په ټولټاکنو کې د نورو رسنیو ترڅنګ د پژواک فعالیت بې ساره وباله او زیاته یې کړه،وخت په وخت یې د دغه اژانس له پاڼو څخه د ټول افغانستان د رایې ورکونې بهیر تعقیب کړی دی .

ده په همدې حال کې د پژواک خبري اژانس له بې پرې والې څخه په یادونې سره له نورو رسنیو څخه هم غوښتنه وکړه،چې د هېواد کلتوري ارزښتونو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي .

هغه همدا راز د پژواک ترڅنګ له ټولو هغه رسنیو څخه مننه وکړه،چې د میدان وردګو ولایت په اړه یې وخت په وخت بېلابېل خبرونه خپاره کړي دي

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *