د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( یکشنبه) په ولایت مقام کې د قومي مشرانو سره په لیدنه کې دوی په دویم پړوا ټاکنو کې د ګډون په موخه راوبلل .

نوموړی له دغه قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل: ولسونو په لومړی پړوا ټاکنو کې هم خپله میړانه وښوده او د دوی هیله مند دي،چې په دویم پړوا ټاکنو کې د تېر ځل څخه په لوړ توپیر سره ګډون وکړي .

هغه د اسلام له نظره هم ټاکنې روا وبللې او زیاته یې کړه،د نړۍ په زیات شمېر اسلامي هېوادونو کې د واک لیږد د ټولټاکنو په ترڅ کې ترسره کیږي .

د ده په وینا که ټاکنې دویم پړوا ته ولاړي شي،نو د میدان وردګو ولسونو ته ډاډ ورکوي،چې امنیتي ځواکونو د دوی امنیت خوندي ساتلی شي او دوی کولای شي،په ډاډه توګه د رایې ورکونې بهیر ته ولاړ شي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز یادو قومي مشرانو ته د دوی د هر ډول ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،چې همېشه د ولسونو په څنګ کې دی .

یادو قومي مشرانو د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې به د خپلو کورنیو غړې او د سیمې اوسیدونکې د رایې ورکونې بهیر کې ګډون کولو ته راوبلي.

په درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *