په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی ښاغلی عبدالاحمد درانی،چې نن دوشنبه یې په رسمي ډول د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو پر وړاندې د ستونزو اورېدو به موخه دغه ولایت مقام ته راغلی وو،وویل: په میدان وردګو ولایت کې د دغه ولایت په ټولو ادارو کې په بشپړ ډول د فساد رېښې لمنځه وړل شوي دي.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې،چې د ولایتي شورا رئیس ښاغلي محمد رفیع وردګ هم په کې شتون درلود،همدا راز نوموړي ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت د ټولو ادارو ستونزې به د مرکزي اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکي کړي.

ښاغلي دراني همدا راز زیاته کړه،د دې ترڅنګ،چې د دغه ولایت په ادارو کې د فساد رېښې لمنځه وړل شوي،همدا راز په ادارو کې قومي او ژبنۍ ستونزې هم په بشپړ ډول شتون نلري.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي او د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت له استازي عبدالاحمد دراني څخه مننه وکړه،چې وخت په وخت یې د دغه ولایت د ولسونو او ادارو پر وړاندې شته ستونزو ته د حل لارې چارې لټولي دي.

نوموړی همدا راز له ښاغلي دراني څخه غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت د ادارو پر وړاندې د پروژو او نورو بېلابېلو برخو کې،چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې،د کلیو پراختیا او بیارغاونې،کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او همدا راز د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې او یو شمېر نورو ادارو سره یې لري،د حل په موخه یې بیړنۍ هڅي وکړي،ترڅو د پروژو چارې د روان کال په ترڅ کې پیل او نورې ستونزې حل شي.

په درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

One thought on “د میدان وردګ په ادارو کې د فساد رېښې په بشپړ ډول ایستل شوي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *