تاند- د افغانستان حکومت امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالي د میرزااولنګ سیمه د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړي.
د سرپل والي ظاهر وحدت تایید کړه چې پرون /سې شنبه/ مازدیګر تازه دمه ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد، د ملي اردو لوی درستیز محمد شریف یفتلي او یو شمېر نور جګپوړي قوماندانان هم سرپل ولایت ته تللي چې عملیات له نژدې وڅاري.
د سرپل والي ونه ویل چې عملیات به کله پیل شي خو ګومان کېږي چې ژر به پیل شي.
ښاغلي وحدت وویل، تراوسه پورې د میرزااولنګ له سیمې تر ۴۵۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او اکثره سرپل ښار ته راغلي دي.
ده په عین حال کې وویل چې طالبانو یو شمېر کورنۍ په میرزااولنګ کې یرعمل کړي دي.
پرون طالبانو ۲۳۵ملکیان، چې ۴ ورځې ورسره یرغمل ول، خوشي کړل.