راپور: سعیده (احمدي) 

نیټه: چهار شنبه د ۱۳۹۵لمریز کال د وري ۱۸ نیټه

اجندا!

۱ کاری مسایل

۲ په افغانستان کی د اقتصادي جګړي پسی راتلنه د آغلي رابعه (ستانکزی) پریزینتیشن

۳ د اووني مهم خبرونه

۴ د آغلی یاسمین (وزیري) د شعر کره کتنه

۵ مشاعره

۱ کاری مسایل:

  • میرمن بهیر په پام کې لري د افغان میرمنو لیکوالو او شاعرانو ادبي تذکره چاپ کړي له هغو لیکوالو او شاعرانو خویندو چی خپلې لیکنې او بیو ګرافی آ غلی مینه (ابراهیم خیل) ته سپارلي نه وی په درنښت هیله کیږي چی باید تر راتلونکي چهار شنبی ورځ پوری د تذکري د چاپولو لپاره وسپاری.
  • د ځلا مجلي لپاره علمی او څیړنیز مطالب آماده کول .
  • د رڼا کلنۍ مشاعري لپاره آماده ګي نیول.

۲ په افغانستان کي د اقتصادي جګړي په هکله د آغلي رابعه (ستانکزي) presentation.

په افغانستان کي د اقتصادي جګړي پسي راتلنه لیکونکي ښاغلي پوهنیار رضا (فرضام) دي او ژباړونکي، د presentation  جوړونکي او د میرمنو ټولنیزاو کلتوری ټولني غړی ته وړاندي کوونکی آغلی رابعه (ستانکزی) ده. په دغه ګټور presentation کي لاندي مو ضوع ګاني وو:

  • بنسټیز پوښتني:
  • اقتصادي جګړه څه ته وایي؟
  • د اقتصادي جګړې اړخونه په افغانستان کې څه تشکیلوي؟
  • اقتصادي لاسته راوړنه په افغانستان کې څه ده؟
  • سریزه
  • اقتصادي جګړه څه ته وایي؟
  • جګړه ییز اقتصاد څه ته وایي؟
  • په افغانستان کې د اقتصادي حګړې اړخونه
  • د نشه یي توکو سیاسي اقتصاد
  • طبیعي اقتصادي منابع
  • ځمکه
  • پیسه مینځل (پول شویی)
  • قاچاق
  • خارجي مرستې
  • غیر رسمي اقتصاد
  • پایله یا نتیجه ګیري:
  • په افغانستان کې یوه لویه برخه غیر قانوني او غیر رسمي اقتصادي فعالیتونه تشکیلوي.
  • غیر رسمي اقتصاد د کال ملیاردونه دالر عاید لاس ته راوړي چي د دولت په مقابل کي جګړه مخ ته وړي.
  • د دې غیر قانوني عاید د کنترول نه به غیر امن او دایمي سولي ته رسیدل نا ممکنه ده.
  • وړاندیزونه:
  • اقتصادي قوانین، د مالکیت قانون، د میراث قانون، او د پانګې اچونې قانون باید اصلاح او غور پرې وشي.
  • اداري فساد سره مبارزه.
  • مناسب د حل لاره ارایه کول او د نشه یي توکو اقتصاد را ګرځول.
  • د رسمي فعالیتونو حمایت او ورته زمینه برابرول چي د پر مختګ سبب وګرځي.
  • د بنسټیز او دایمي اقتصاد حمایت او تقویت.

۳ د اووني مهم خبرونه:

آغلي عابده (سپوږمي) د اووني لاندي مهم خبرونه د میرمنو بهیر ټولنیز ا کلتوري ټولني غړي ته و‌ړاندي کړل.

  • د کندز چارواکو ویلي چې د امکاناتو نشتوالي د ښځینه لوبغاړو مخه ډب کړې. د کندز ولایت د ورزشي مسؤ لینو په خبرچې په دغه ولایت کې ښځینه لوبغاړي د ورزشي آسانتیاوو په برخه کې ستونزی لري. د نوموړي ولایت د ورزش آمر عبدلقیوم (رحیمی) رسنیو ته ویلی وؤ: چی د ورزشي آسانتیاوو د نشتوالي له کبله ښځینه لوبغاړي نشي کولاي چې ورزشي برخوکي ونډه واخلي رحیمي زیاته کړه چي ښځینه لوبغاړو ته د تکواندو، بد منتون او والیبال زمینه نده برابره.
  • د بلخ ولایت د سودا ګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کي د زعفرانو په محصولاتو کې زیاتوالي راغلي دي او کومي میرمني چي له بې وزلۍ نه کړیدې اوس يي ‌ژوند مخ په په ښه کیدو دی. د نوموړي ولایت ریاست مشر شیر احمد(سپاهي) رسنیو ته ویلي وو چي په ۱۳۹۳هجری لمریز کال کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ کیلو ګرام و خو په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کي ۸۰ کیلو ګرامو ته لوړ شوي. د زعفرانو په راټولولو کې د سیمې میرمني ډیره ونډه لري چی د میرمنو د ‌ژوند پراختیا سبب هم شوي دي.
  • د افغانستان د نجونود بایسکیل چلونې ملی تیم د تیري اونۍ د سه شنبې په ورځ له کابل څخه تر پروان پورې د بایسکیل چلونې لوبه وکړي.په دغه لوبه کي۲۰ تنه نجونې له کابل، پروان، او مزار ولایتونو څخه ګډون کړي وو چی د دغو لوبو څخه هدف ورزش ته د نجونو هڅول وو.
  • د تیرې دوشنبي په ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ۱۳۹۴ هجری لمریز کال د فار غانو د کانکور از مویني نتیجه اعلان شوې. د کانکور په دغه ازموینه کې ۲۰۰۰۰۰ فارغانو برخه اخیستي وه چی له دې ډلې څخه ۵۸۳۱۵ کسان دولتي پوهنتونو، ۴۶۹۰۶ تنه فارغان نیمه عالي دولتي موسساتو او ۵۱۴۵۸ تنه فارغان د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو او موسساتو ته جذب شوي دي.

۲۲۹۳۳ فارغان په دغه ازموینه کي ناکام شوي او ۲۲۲۲۲ تنه فارغان د نا سم انتخاب له وجې ندي توانیدلي چې لوړو زده کړو ته لاره و مومی. د یادوني وړ ده چې د دغو فارغانو له ډلې ۱۲٪ ښځینه او پاتې ۸۸٪ نارینه فارغان وو.

  • د کابل امنیتي چارواکي څلور تنه د دوو ښځو او دوو نارینو د وژنې په تور نیولي دي. د تیري یکشنبې په ورځ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې دوه ښځې او دوه نارینه په مرموز ډول وژل شوي وو .د دغو وژنو عوامل کورنۍ ستونزي او اخلاقي مسایل یاد شوي دی.
  • د لومړي ځل لپاره په افغانستان کي د پو لیسو په تشکیل کي د ښځو د کوماندو ځواکونه جوړ شول. اوس مهال په افغانستان کي ۳۰۰۰ ښځو په نو موړي تشکیل کي کار کوي او ۵۰ کسان د ایران او افغانستان په پوله کی وظیفه سر ته رسوی.
  • د لوړو زده کړو وزارت وایي چي: د مثبت تبعیض له امله په لوړه زده کړو کي د اناثو فیصدی لوړ شوي ده خو په پو هنتونونو کي د اناثو محصلینو سره ښه چلند نه کیږي او په ختیځ او سویل ولایتونو کي د اناثو ونډه کم دي.

په همدي حال کي آغلي ساهره (شریف) د میرمنو بهیر ټولنیز او کلتوري ټولني مشر او د پکتیا د خلکو استازي د تبعیض کلیمي سره مخالف دي.

۴ د شعر کره کتنه

د آغلي یاسمین (وزیري) په لاندي شعر باندي کره کتنه:

له ژړا سره عادت یم له خندا نه ستړې ستړې

له تیارو سره مې ژوند دی له رڼا نه ستړې ستړې

د ازل تقدیر ته ناسته ایینه ده رانه ورکه

ټوله شپه په شوګیره یم له سبا نه ستړې ستړې

خپل شهید ارمان ته ګورم له سهاره تر ماښامه

نه مې خپل شته نه غمخوار څوک له هر چا نه ستړې ستړې

هر یو دوست رانه بیزار دی ټول دي ماته پردي شوي

له هر چا نه مې زړه تور دی له اشنا نه ستړې ستړې

په هر ګام کې مې لیدلي هم دوکې هم فریبونه

تل په برخه مې جفا ده له وفا نه ستړې ستړې

وزیري ده ستړې شوې نور له دې فاني نړۍ نه

تور لحد ته ده خوشحاله له دنیا نه ستړې ستړې

  • آغلی اوږۍ (امیل) د شعر په اړه داسې وویل: شعر شاعر ته د اولاد حیثیت لري، پاسنی شعر ردیف او قافیه لري، واقیعت ښکاره کوي، هنریت لري، تر آخره پوري یوه مضمون پاللي ده.
  • ورپسې آغلي رابعه (ستانکزي) خپل نظر څرګند کړ: د شرعي له لحاظه مرګ غوښتنه حرام ده او مرګپال فکر باید په شعر کې ونه روزل شي.
  • آغلي حوره (سپیڅلي) د شعر په اړه خپل نظر داسې ووایه: په دغه غزل کي مایوسي ده او د اروا پوهني له نظره ما یوسي د انسان صحت ته ښه نده.
  • ورپسې آغلي مریم (امرخیل) د یاسمین د شعر په اړه وویل: آغلي یاسمین (وزیري) د ژوند څخه ډیر ما یوسه ده. او په دې شعر کې دیره مایوسه لیدل کیږي.
  • د کره کتنې په پا ی کې آغلي یاسمین (وزیري) ته وخت ورکړ شو چې بهیر د غړو د نظرونو او خپل شعر په اړه خبرې وکړې، آغلې یاسمین د ټولو خویندو له جوړونکو نظرونو څخه مننه وکړه ، زیاته یې کړه: د ستوني عملیات او د حنجري د فلج کیدو له کبله ډیر د خفګان او ما یوسي شعرونه لیکل.

۵ مشاعره

د مشاعري برخه د آغلي مینا (نظري) په شعر باندي پیل شو او د میرمنو بهیر ټولنیز او کلتوري بهیرغړو هرې یوې آغلي هوګي (امیل)، یاسمین (وزیري)، مریم (امرخیل)، رابعه (ستانکزي)، عابده (سپو‌ږمي)، حوره (سپیڅلي) او مینه (ابراهیم خیل) مختلف شعرونه ولوستل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *