میرمن ټولنیز کلتوري بهیر په پام کې لري د افغان لیکوالو میرمنو د لنډو کیسو ټولګه چاپ کړي. تر اوسه پورې ددغې ټولګې زیاته برخه بشپړه شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د چاپ لپاره واستول شي.
په دې توګه له ټولو لیکوالو میرمنو څخه یو ځل بیا په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپل ژوند لیکونه او د خپلو لنډو کیسو څو نمونې میرمن ټولنیز کلتوري بهیر ته را واستوي .
په هیواد کې دننه او بهرهغه خویندې چې انترنیټ ته لاسرسی لري کولای شي خپل اثار په دې برښنالیک پته را واستوي :
د زیاتو معلوماتو لپاره د میرمن بهیر د اړیکو د برخې شمیره: ۰۷۸۱۳۱۲۷۷۴
د میرمن ټولنیز – کلتوري بهیر دارالانشآ