میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په پام کې لري د افغان میرمنو  ادبي تذکره چاپ کړي، په دې کتاب کې په پښتو، دري او د افغانستان په نورو ژبو د افغان میرمنو د کیسو، شعرونو او ادبي نثرونو  بیلګي خپریږي.

په دې توګه ټولو قدرمنو لیکوالو  میرمنو ته په ډیر درنښت خبر ورکول کیږي چې د خپلو او یا نورو خویندو لیکوالو او شاعرانو د داستانونو، شعرونو او نورو ادبي لیکنو څو نمونې له خپلو ژوندلیکونو او یوه عکس سره په لاندې برښنا لیک پته د ۱۳۹۵ کال د ثور میاشتې تر پایه را واستوي.

[email protected]

دغه راز قدرمنې لیکوالې او شاعرانې کولای شي خپل اثار، بیوګرافي او عکسونه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو د نړیوال مرکز امریت ته هم وسپاري .

د میرمن ټولنیز – کلتوري بهیر دارالانشآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *