په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د ځوان ژورنالست محمد امین رحیمي د شهادت دردونکی خبر ترلاسه کړ.
“إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ”
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ددغه په وطن مین ځوان د شهادت د خبر په اورېدو سره، د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې د سولې د لارې دغه ځوان مبارز ته فردوس جنت په نصيب کړي .
ارواښاد محمد امین رحیمي د ټول افغانستان په کچه د کانکور په ازموینه کې څلورم مقام درلود او اوس د لوړو زده کړو لپاره مالیزیا ته روان و، چې په ګردیز ښار کې په یوه چاودنه کې شهید شو.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په دې توګه له خپلو وروڼو څخه په درنښت هیله کوي چې نور د پښتنو په تیره د پوهو ځوانانو د قتلونو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي زموږ د خلکو د قاتلانو په مقابل کې یو موټی شي او زموږ د خلکو او وطن پر ضد د سیمه ایزو او نړیوالو توطیو مخه ونیسي.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ځوانیمرګ شهید محمد امین رحیمي، ورور انسان دوست شاعر محمد اسماعیل لاروي، دوی دکورنۍ غړو او ټولو بادرده افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . هغه ارواښاد ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ