د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د غړو د پام وړ !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې پنجشنبې ورځې د غونډې د کره کتنې  لپاره دشاعرې او لیکوالې رڼا پکتیاوالې شعر غوره شوی ده.

په دې شعرونو لیکواله او د میرمن بهیر غړې آغلې مینه ابراهیم خیله لیکلی نقد اوروي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.

دا رازپه غونډه کې آزاده مشاعر هم کیږي .

د کره کتنې لپاره د رڼا پکتیاوالې شعر:

غزل

چې ميده باران اوريږي ته را یاد شې

 چې شيبه باران اوريږي ته را یاد شې

 ستا د سرو سترګو ديدار پکې کومه

 ښايسته باران اوريږي ته را یاد شې

لاس دې راکړه لاس مي ونيسه باران کې

چې سوکه باران اوریږي ته را یاد شې

چې ته نه یې زما اوښکې باران جوړ کړي

 هره شپه باران اوریږي ته را یاد شې

تصویر ستا د ښکلو سترګو پکې ګورم

چې غرمه باران اوریږي ته را یاد شې

رڼا پکتیاواله

په غونډه کې به د کاري مسایلو ترڅنګ د مخه ټاکل شوې موضوع په اړه لکچر هم وړاندېشي.

په درنښت

د میرمن بهیر دارالانشآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *