نعیمه غني
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر چهارشنبې د جوزا د میاشتې په ۱۵ نیټه د کتاب ښار د موسسې په ودانۍ کې غونډه وکړه.
غونډه د لیمې نیازۍ په مشرۍ او د پاکیزې ارزو په ویندویۍ پیل شوه. چې درې برخې یې لرلې، لومړۍ برخه کاري مسایلو ته ځانګړې شوې وه، او په لړ کې یې د قلم ټولنې او میرمن بهیر په ګډه همکارۍ د لیکوالې او څيړندویې آغلې سایرې شریف د ژوند او آثار په باب د نمانځغونډې د چارو په هکله خبرې وشوې او میرمنو ته په ورسپارل شویو دندو تأکید وشو.
له مشاعرې وروسته د میرمن بهیر د غونډې له دود سره سم د مشاعرې برخه پيل شوه، چې په دې برخه کې د آغلې مینې ابراهیم خیل په دې نظم کره کتنه وشوه:
««««««««««««««««
کله بهار کله خزان شي
زما خزان به کله بهاریږي
زه پرې نه پوهیږم
نن خو مې ډير سترګو ته کیږې
دا چې تاته دریادیږم او که نه
زه څه پوهیږم
زړه مې بایلود ستا په مهر او محبت کې
دا چې څله راکوې خزان بهار کې
په دې نه پوهیږم
دا چې شوګیر کړم شپه سبا کړم
دا چې ستا د مینې ګوهر نشته په هر آب کې
زه په دې نه پوهیږم
سترګې په لار درته انتظار کړم
دا چې ته راځې او که نه
زه په دې نه پوهیږم
««««««««««««
د غونډې ګډوانوالو د مینې په دې شعر کې د هغې خیال ښه ووبللو خو د شعر د مطالعې د نه لرلو له امله یې د هغې د الفاظو او معنا تر منځ تسسلسل او هماهنګي کمزورې وګڼله او شاعرې ته یې سپارښتنه وکړه چې د بیلابیلو مشرانو شاعرانو شاعري مطالعه کړي او د شعر د مختلفو فورمونو لکه غزل، ، آزاد او مقید نظم…….او د هغوی د ځانګیړنو په اړه دې پیژندګلوي حاصله کړي چې له هغې وروسته کولی شي خپل افکار په منلې او موزونه توګه بیان او د لوستونکو تر حضوره ورورسوي.
شاعرې هم دا ټکي مهم ووبلل او ژمنه یې وکړه چې خپل ریاضت ته به پوره پام کوي او د بهیر د غړو څخه یې مننه وکړه چې دې ته یې رهنمايي وکړه.
د غونډې په بله برخه ازاده مشاعره وشوه چې د میرمن بهیر غړو هرې یوې لیمې نیازۍ، وږمې فضلي، نویده خوشبو، حورې سپیڅلې، پاکیزې آرزو، مرضیه امین،مسعودې نیازۍ، بریښنا نسیمي، شهناز بابکر خیل، زمزمې نیازۍ،مینې ابراهیم خیل،نظیفې نیازۍ، کائینات سعادت، دنیا طوطاخیل، جمیلې صافۍ،کرشمې، شکریې جلالزۍ،مینې منګل، سایره شریف، پاریسې خزان او نعیمې په کې شعرونه ولوستل.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *