سعیده (احمدي)
دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر اونیزه غونډه د(۱۳۹۵) د ثور میاشتي په ۲۹ نیټهد اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کی جوړه شوه دغونډي سټیج چاري مینې ابراهیم خیلپرمخ بیولې.
دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر د ۱۳۹۵-۲-۲۹ نیټې په غونډه کي په لا ندی موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې:
لومړی دمیرمن کلتوری – ټولنیز بهیر له خوا د رڼا کلنۍ مشاعرې د جوړیدو په اړه خبرې وشوې. په پام کې وه چې رڼا کلنۍ مشاعره د جوزا په دیرشمه نیټه جوړه شي، داچې دغه نیټه د روژې له مبارکې میاشتې سره سمون لري نو په مقدماتي خبرو کې و پتییل شوه چې سږ کال د رڼا مشاعره له اختره وروسته جوړه شي. او پریکړه وشوه چې دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر په راتلونکې غونډه کې د رڼا مشاعرې د جوړیدو پلان جوړ او تصویب شي. د بهیر غړو ته په دې برخه کې دندې وسپارل شي او د پلان سره سم په هره غونډه کې هره یوه د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې د میرمنو کلتوري او ټولنیز بهیر هر یوې غړې ته دنده وسپارل شوه چي د افغانستان اوسني هر اړخیز حالاتو په هکله مقالې، شعرونه او لنډۍ ولیکي او د ټولنیز شبکو او د میرمن بهیر د ویبپاڼې http://mirmanbaheer.com/ او دغه راز د میرمن بهیر د فیسبوک پاڼې له لارې د میرمنو کلتوري او ټولنیز بهیر په نوم خپري کړي.
دغه راز په غونډه کې د میرمن بهیر د نشراتي ارګان(ځلا) مجلې د بلې ګڼې د خپراوي په اړه خبرې وشوې، د بهیر یو شمیر غړو ته دنده وسپارل شوه چې د مجلې لپاره مطالب چمتو کړي او په بله غونډه کې خپل رپوټونه وړاندې وکړي او مطالب د مجلې مسوول مدیرې نعیمې غني ته وسپاري.
په غونډه کې دمیرمن کلتوری – ټولنیز بهیر د اوونیزو غونډو د اړیکو مسوولیت حورې سپیڅلې ته وسپارل شو. په غونډه کې آغلو ساهره شریف، رابعې ستانکزۍ، مینې ابراهیم خیل، حوره سپیڅلې او نرګس تره کې د طرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې دمیرمن کلتوری – ټولنیز بهیر دراتلونکي چهارشنبي په ۱۳۹۵-۳-۵ نیټي غونډه کې د آغلې نرګس تره کي پر نثر کره کتنه وشي د راتلونکې غونډې چارې به آغلی رابعه (ستانکزۍ) سمبالوي، دمیرمن کلتوری – ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه مازدیګر مهال په پنځه بجې پای ته ورسیده.