د میرمن بهیر دریمه غونډه د(۱۳۹۳)د وري میاشتی په ۲۷نیټه د چهار شنبی په ورځ یوه نیمه بجه پامیر سینما کتاب ښار دوهم پوړ کی جوړه شوه.د غونډې مشره ساهره شریف وه د غونډې ستیج چاری لیمی نیازۍ پر مخ بیولی او د غونډی منشی مینه ابراهیم خیل وه.په غونډه کی میلمنی د قندهار ولایت څخه مرسل احمد زۍ دسپوږمۍ مجلې مسوله او میرمن منلې هم تشریف درلود.د میرمن بهیر غونډې بیا هم درۍ برخې درلودې چې لومړۍ برخه کې یې پر کاري مسایلو خبرې وشوې د کاری مسایلو موضع د تحصیل دلوړوالي کچه وه چې افغان د لوړو زده کړو موسسه په وړیا ډول هغه ځینې نجونې چې په واقعیت اقتصادي ستونځې لري د وري تر ۲۹نیټې پورې یې جذب کولی شي.او همدا ډول د شرق د لوړو زده کړې موسیسې هم د هغو بیوزلو ځوانانو ته چې د لوړو زده کړي مینه وال دې دوی ته یې تخفیف برابر کړی دی چې مینه وال کولی شي چې له دې موقع څخه په سمه توګه د تحصیل لپاره ګټه پورته کړی.او همدارنګه د بهیر په فعالیتونو باندې هم خبرې وشوې.
د غونډې په دوهمه برخه کې د نظیفې نیازۍ په شعر باندی کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وو :
سترګو لاندې راته ګورې غلی غلی
سرې لمبې کړې په ما پوري غلی غلی
د بڼو په غشو زړه رانه سوری کړي
شي روانه په بل لورې غلی غلی
زه لګیا شم تسلی ورکوم زړه ته
ته ګولۍ وروې نورې غلی غلی
ساقی څله دی پیالو ته حیران ګوري
تا په خپله کړي نسکورې غلی غلی
تلوسو سره ملګری مې جنون شی
چې د ګلو منځ کې ښوری غلی غلی
د نظیفې نیازۍ ددې شعر په اړه ځینې بهیر والې لکه پاکیزه ارزو نعیمی غنی او او دی غونډې میلمنې مرسل احمدزۍ خپل نظرونه او څرګندونی وکړی .
د شعر په هکله نعیمې غني وویل چی ښکلی شعر و احساسات یې نارینه وو لکه یوه نارینه چې دغه شعر ویلی وي، ښه به وي چې میرمنې د خپلو احساساتو او عواطفو بیانوونکې واوسي.
پاکیزې آرزو د شعر د ژبې په اړه خبرې وکړې او د نعیمې خبرې یې تایید کړې ، مرسل احمدزۍ وویل شعز یې د وزن او قافیې له لحاظه کومه ستونزه نه لرله خو ښه به وه چې شاعرې پکې خپل عواطف بیان کړې وای.
د غونډې بله برخه کې یوه ګډه او ډیره په زړه پورې مشاعره وشوه لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده شعر په ادب پوری تړاو لری نو دا په دی معنی چې میرمن بهیر دټولنیزو او کلتوری چارو تر څنګ ادبی برخه هم پر مخ بیایی.په دی برخه کی د غونډی میلمنی مرسل احمدزۍ کاینات سعادت مینا نظری مریم طوطاخیل مسعوده نیازۍ لیمه نیازۍنعیمه غنی مینه اباهیم خیل پاکیزه ارزو مریم امر خیل حوره سپیڅلی لعل پوره او نوری ځینې نجونې د ټلیفون بر کرښه باندی خپل شعرونه واورول .
او په پای کې میرمن منلی د خپل ژوند خوږې خاطرې زمونږ سره شریکې کړي. د میرمن بهیر هره غړې مینې انتظار ته د دولت څخه انصاف غوښتنه کوی .نو غونډه د مازدیګر په درۍ نیمې بجې را ټوله شوه.د میرمن بهیرغونډه هره چهار شنبه یوه نیمه بجه پامیر سینما کې د میرمنود استعدادونو د رشد پر مقصد جوړیږې.