مینه ابراهیم خیل

 د میرمن بهیر اولسمه غونډه د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په دیرشمه نیټه د پنجشنبې په ورځ د افغان ملي غورځنګ د ښځو ځانګې سره په ګډه په کتاب ښار کې د د میرمن کلتوری- ټولنیز بهیر د غړې نظیفې نیازۍ ترمشرۍ لاندې وشوه .

په غونډه کې پرکاري مسایلو خبرې وشوې په غونډه کې میلمانه آغلې نادیه ندیم د افغان ځوانانو د افکار ټولنې منشی او احمد فواد دځوان قیادت ټولنې څخه، عنایت الله نوابی د فراه ولایت مدني ټولنې غړي ګډون کړی وو، په سر کې نعیمې غني د تیرې اونۍ په سرته رسیدلو کارونو لنډ ګذارش وړاندې کړ لکه د لومړۍ میرمنې سره د میرمن بهیر د غړو لیدنه کتنه او په تیرو کارونو لاسته راوړنو او د بهیر په تګ لاره او اساسنامه شریکولو په اړه وه دغه راز آغلې نعیمې غني د میرمن بهیر د مجلې(ځلا) په اړه را ټول شوی موضوعات چې د چاپ لپاره تیار کړل شوي ول له ټولو سره یی شریک کړل.

ډاکتر صاحب خوشحال روهي دا چی د ښځو سره همیشه شعاری چلند شوی دی او د افغان ښځو په نوم بیلا بیلې پروژې جوړې شوې دي چې یواځي نوم یې د افغان میرمنو ور کړی ،ددی لپاره چی خدمت وکړو او هغه خلک چی په ریښتیا ژمن دی افغانستان ته خدمت وکړی زما هیله دا ده چی یوه دقیقه کمیټه د پروژی په ډول ترتیب کړو د میرمن بهیر تر چتر لاندې د عامه پوهاوي ځانګړی ورکشاپونه جوړ کړو او د ښځو په منځ کې همغږی او پر مخ تګ لپاره کار وشی، ښځو لپاره د مدني ټولنې دانسجام او تدارک کمیټې د غړیتوب لپاره یو شمیر خویندو نومونه را ټول شول،په دی غونډه کې د فراه ولایت مدني ټولنې غړی عنایت الله نوابي وویل په فراه ولایت کې ځینی ټولنی دی چی د افغان میرمنو په نامه پروژې جوړوي تل یی په همدی نوم استفاده کړې او میرمنوته یې هیڅ ډول خدمت اوفعالیت نه دی کړی هلته د پښتو لیسه نشته د میرمن بهیر ارتباط ډیر اړین دی هیله ده چی خپل ملاتړ هغوی سره وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لنډکیو شعرونو ګډه ټولګه( د ومان یاران) کتاب چې ښاغلي احمد فواد الیاسزي راټوله کړې، د غونډې په ګډونوالو وویشل.

د میرمن کلتوری- ټولنیز بهیر اوونیزې غونډې هره پنجشنبه د غرمې په یوه نیمه بجه په کتابښار کې د میرمن بهیر او افغان ادبي بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *