د میرمن کلتوري ټولنیز بهیرد (۱۳۹۷) د زمری میاشتي په ۲۳ نیټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کی جوړه شوه د غونډي سټیج چاري آغلو حوره (سپیڅلی) او مینه (ابراهیم خیل) پر مخ بیولې.
په پیل کی د میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر خاص غړی آغلی سلوره (منلی) صاحب ته ښه راغلاست وویل شو.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ۱۳۹۷ –۵ ۲۳نیټې په غونډه کي په لاندی موضوعاتو بحث او پریکړي وشوي:
لومړی د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر مشر آغلی ساهره (شریف) او د میرمن کلتوری – ټولنیز بهیر ځینی غړی چی د فرانسی هیواد انستیتیوت اجرایوی رییس ښاغلی محمد محدی (ظفری) سره شنبی ورځ کتلی وو نتیجه یی وړاندی کړل چی په نږدی موده کی باید ړڼا کلنی مشاعره ترسره شی، او په لاندی موضوعات بحث وکړ:
دا چی د فرانسی هیواد سفارت غواړی د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر سره مرسته ولری نو آغلی حوره( سپیڅلی) د ړڼا کلنی مشاعری په اجندا بحث وکړل.
وروسته آغلی مینه (ابراهیم خیل) د ړڼا کلنی مشاعری د پروپوزل نهایی طرح وړاندی کړل او مسوولیت په غاړه واخیست چی نهایی پوپوزل د روانی اوونی په چهارشنبی ورځ ښاغلی مهدی (ظفری) چی په افغانستان کی د فرانسی هیواد انستیتیوت اجرایوی رییس ته ولیګی.
همدا راز په غونډه کی د ړڼا کلنی مشاعری لپاره ځینی مسولیتونه وویشل شو چی د تمثیلی ټوټی او موسیقی مسولیت آغلی مینه (ابراهیم خیل) په غاړه واخیست او همچنان د ولایاتو څخه د ولایتی څانګی غړیو د مشاعری لپاره وغواړی.
آغلی حوره (سپیڅلی) آغلی محموده (تقوا) ته احوال ورکوی چی د ړڼا کلنی مشاعری تمثیلی ټوټی لپاره سوژه ولیکی.
د لنډیو لپاره موضوع پیدا کول آغلی عابده (سپوږمی) موظف شو او د انانسری لپاره آغلی نرګس (ترکی) او یا مینا (نظری) په نظر کی نیول شوی.
راتلونکی سه شنبی کی چی د ۱۳۹۷/۵/۳۰ د لوی اختر لومړی ورځ ده د میرمن – کلتوری ټولنیز بهیر غونډه نلری خو په ۱۳۹۷/۶/۶ نیټه کی غونډه لری.
دا چی د آغلی عابده (سپوږمی) شعری ټولګه مخکی له اختر چاپیګی د غونډی په پای کی د کتاب په نوم ټاکنه کی هم بحث وشو.
په غونډه کي آغلو ساهره (شریف)، مینه (ابراهیم خیل)، سلوره (منلی)، حوره (سپیڅلی)، مینه (ابراهیم خیل)، ځلا( سحر)، زرغونه (قاسمیار)، عابده (سپوږمی)، یاسمین (وزیری) او سعیده (احمدی) د طرح شویو موضوعاتو په هکله خبري وکړې.
سعیده (احمدی)