مینه ابراهیم خیل

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر غونډه په ۱۳۹۳کال د لړم میاشتې په اتمه نیټه پنجشنبې په ورځ دپامیر سینما کتاب ښار کی جوړه شوه د غونډی میلمه د کلتوری ټولنی جرګی مرکز غړی اکبر جان پولاد و، د ستیج چارې لیمې نیازۍ سمبالولې.

په پیل کې تر هر څه د مخه په کاری مسایلو خبرې وشوې دا چی میرمن بهیر د کدرونو ځای پر ځای کولو او دی کدرونو روزلو کې ډیرې هڅې کړې بیا هم د کدرونو جذب کې به پوره هڅې کوي وپتییل شوه چې په نږدې راتلونکي کې د افغان میرمنو لپاره د روزنې کورس جوړ شي دغه راز د میرمن بهیر د غړو لپاره د ادبیاتو او ژورنالیزم په برخه کې د لکچرونو لړۍ بیا پیل شي.

د غونډی بله برخه کی د رابعې ستانکزۍ پر شعر کره کتنه وشوه چی په لاندی ډول ده.

زه چې قلم کله را واخلم ماته ته را یاد شې

شمه تنها سحر ماښام کې ماته ته را یاد شې

چې د ګودر په لوري درومم له همزولو سره

چې د چنار لوړي ته ګورم ماته ته رایاد شې

پتنګ چي سوزي ستي کیږي توره شپه کې

شبنم په ګلو چې څاڅیږی ماته ته را یاد شې

بی ګناه وي چې الزام ورباندې کیږي

د یوسف چې شي خبرې ماته ته رایاد شې

د ایوب کیسې چې اورم صبر ناک وو

خو خبره چې د صبر او حیا شي ماته ته را یاد شې

زه نیمګړې چې ښه ځوان ګورم وطن کې

په خندا چې اوښکی توی شي ماته ته رایاد شې

د نظم په اړه نعیمې غنی نظر وو چی وزن ورڅخه څو ځایونو کی مات و، د شعر ردیف ښه انتخاب شوی و خو قافیې ستونزې لرلې قافیه سمه نه وه راغلې د بیلګې په ډول (ماښام) له (ګورم) یا(حیا ) سره قافیه شوی و چې هیڅ سر نه سره خوري او نه سره لګیږي کیدای شي ازادنظم ورڅخه جوړشی او ډیر ښه نظم و.

پاکیزی ارزو هم خپل نظر داسی څرګند کړاو ویی ویل:

رابعه جانې شعر د غزل په قالب کې و خو د غزل چوکاټ پکی نه و. وزن یی مات وو که چیرته ردیف تری لری شی ښکلی نظم به شی شعر خپل مقابل جانب والی په ښو تشبیهات کی راخیستی سره له دی چی تشبیهات تکراری دی خو بیا هم ښه و.

مینې ابراهیم خیل هم د غزل وزن ته ګوته ونیوله ویې ویل: په غزل کې څو ځایه وزن مات شوی او څو بیتونه یې سکتګي لري لکه: ( پتنګ چي سوزي ستي کیږي توره شپه کې ) یا دا بل نیم بیتی (د ایوب کیسې چې اورم صبر ناک و) همداسې په نورو ځایونو کې هم سکتګي پکې زیاته لیدل کیږي باید بیا غور پرې وشي.

وروسته آغلې رابعې ستانکزۍ خبرې وکړې د بهیر د خویندو نیوکې یې پرځای وبللې او ژمنه یې وکړه چې شعر د بهیروالو د مشورو په رڼا کې اصلاح کړي. او په بله غونډه کې یې بیا ووایي.

د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې د تور پیکۍ مومند، شفیقه نیکزاد، برښنا نعیمه غنی نظیفه نیازۍ پاکیزه ارزو ملالۍ احمد زۍ، مسعوده نیازۍ، مریم امرخیل ، لیمه نیازۍ، لال پوره او مینه ابراهیم خیل د شعرونو په ویلو سره غونډه را ټوله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *