تاند- په کابل کې د هلمند د یوه استازي میرولي پر کور د وسله والو طالبانو د پنجشنبې د شپې په حمله کې د حکمتیار یو زوم هم وژل شوی دی.

د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار تایید کړه چې د ولسي جرګې د غړي میرولي پر کور د طالبانو په برید کې (حفیظ الله بارکزی) وژل شوی دی.

د میرولي پر کور د طالبانو په انتحاري حمله کې ۸ تنه ووزل شول.

حفیظ الله بارکزی د ولسي جرګې د یوه بل غړي عبیدالله بارکزي زوی او د حکمتیار زوم و.

۲۶ کلن حفیظ الله بارکزی تازه د حکمتیار زوم شوی و.

حبیب الرحمن حکمتیار ویلي چې د میرولي پر کور په حمله کې د بهرنیو استخباراتو عاملانو لاس درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *