تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړی میرویس اشرف به د سکاټلنډ په وړاندې په سبانۍ مسابقه کې نه وي.
۲۶ کلن میرویس اشرف، چې ال راونډر لوبغاړی دی، د یکشنبې په ورځ له سریلانکا سره د مسابقې په مهال ژوبل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا نن وویل چې د اشرف پر ځای به شفیق الله د افغانستان په ټیم کې ولوبېږي.
پنځه ویشت کلن شفیق الله بېټسمن او ویکټ کیپر دی. ده تراوسه پوري په ۱۰ نړیوالو یو ورځنیو مسابقو کې د افغانستان لپاره لوبه کړې ده.
د افغانستان او سکاټلنډ مسابقه سبا د افغانستان په وخت د شپې په دوه نیمې بچې پیلېږي.
موږ تل د ګران افغانستان د کرکټ د ملی ډلې لوبغاړو ته جوړتیا او بریا غوړو.
پرېږدۍ چه د افغانملی بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کی و ځلیږی.
زه د كركت د ملي تيم لوبغاري په ژوبليدو دير خواشيني شوم ولي دا چي شفيق الله شفق په نريوال جام كي ووينم دير د خوشحالي زاي دي
سلامونه او نیکی هیلی،
میرویس اشرف ته د عاجلی شفاأ غوشتونکی یم، الله دی روغ صحت ورکړی، زه به دا ووایم چی د افسر ځاځی پرځای د شفیق الله لوبیدل به ډیر په ځای وی، د میرویس اشرف پرځای ګلبدین شه بدلون دی، او د نجیب الله ځدراڼ پرځای دعثمان غنی شیرزاد لوبیدل به ځمونږ توقعات ډیر لور کړی. ځمونږ لپاره ډیر د فخر ځای دی چی لوبغاړی مو په نړیوال جام کی لوبیږی ددوی د همیشنی بریا په هیله او د یو سوکاله اوازاد افغانستان په هیله، شریف کاکړ کندز