خبریال: نوري (کلات) د افغانستان ولسمشر د ميرويس نيکه کلا پخپل شخصي لګښت جوړوي.

په همدې موخه له پلازمينې کابل څخه د ولسمشر په هدایت او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په لارښوونه د اطلاعات او فرهنګ وزارت تخنیکی هيئت زابل ته راغلی دی.

دغه پلاوي او د زابل د اطلاعات او فرهنګ رياست سرپرست ريیس محبوب محبت نن ورځ د ميرويس نيکه ټاټوبي شينکۍ ولسوالي ته لاړل او د میرویس نیکه پلارنۍ کلا یې ولیده.

ټاکل شوې ده چې له ابتدایه سروې او له لوی اختر وروسته به یو بل مسلکي هیئت د څو ورځو لپاره د د دغه ستر افغان واکمن کلا د ترمیم او جوړولو لګښت اټکل او دوهمي سروې ته راشي. وروسته به یې له پلان سره سم نور کارونه هم پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ