مینه ابراهیم خیل
د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر اته ویشتمه غونډه د (۱۳۹۲) د سلواغې میاشتې په دوهمه نیټه په یوه نیمه بجه د پامیر سینما په کتاب ښار کی جوړه شوه .
د غونډې مشره اوږۍ امیل او دغونډې میلمنه حنیفه علی زاده وه د غونډې ستیج چارې لیمې نیازۍ سمبالولې او دغونډې منشی مینه ابراهیم خیل وه.د غونډې په لومړۍ برخه کې د کاینات سعادت په شعر باندی کره کتنه وشوه چې په لاندی ډول وه:
که ته مې لاس ونیسې
زه خواروزار به نشم
داسې به نه وایمه
چې یکه زار به نشم
که ته مې لاس ونیسې
زه به سپوږمۍ ونیسم
دروښنایي په ډیوه
به تروږمۍ ونیسم
که ستا دخیال په توره
خپل ګریوان څیرې کړمه
که دوصال په خاطر
زړه د هجران څیرې کړم
که ته مې لاس ونیسې
سمه ده نه ژاړمه
ددغې ارتې ځمکې
په ولکه نه پایمه
نور به د اوښکو په لاس
خپل رانجه نه لړمه
نوربه دزړه په للمه
غمونه نه کرمه
که ته مې لاس ونیسې
زه به خدمت وکړمه
د پاک قرآن ترنامه
به عدالت وکړمه
ساندې به نه وایمه
په ژوند خوشحاله به یم
دبد رنګی په تړون
باندی واکدار ه به یم
که ته مې لاس ونیسې
زه به تعلیم وکړمه
دجهانونو پاچا
ته به تعظیم وکړمه
اه نا وړتیاوونه به
خود بغاوت کومه
بیا به په ټوله دنیا
زه حکومت کومه
لومړی د دې شعر په هکله اوږۍ امیل خپل نظر څرګند کړ او ویې ویل چی په شعر کې یې ښکلا په ډبره ښه روانه اوساده ژبه بیان کړی وه.
د لیمی نیازی له نظره: کاینات په شعر کې د وخت دتقاضاپه اساس ډیره ښکلی موضوع را اخیستی ده.
او همدا رنګه پاکیزی آرزو وویل:ډیر ښکلی نظم چی ساده روان و او د موضوع تسلسل پکې ډیرعالي او موسقیت په کې نغښتی وه او ستاینه یې وکړه
د بهیر نورو غړو هم شعر وستایه او د کاینات سعادت لپاره یې د لا بریالیتوب هیله وکړه
د غونډې په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې دبهیر غړو هرې یوی اوږۍ امیل، کاینات سعادت، مریم امرخیل، پاکیزه ارزو، بلقیس محبوبي ، مینا نظری، مریم اکا خیل، لیمی نیازی.نظیفه نیازی،دنیا طوطاخیل ، مینه ابراهیم خیل ، میر من بلقیس محبوبي ته شعرونه ډالی کړل او ځینې نجونو د ټلیفون پرکرښه خپل شعرونه واورول.
د غونډی په دریمه برخه کی مینی ابراهیم خیل د سولی د عالی شورا دارلانشا له خوا پیغام وړاندی کړ چې (دسولې او اوربند لپاره د افغان ښځو غږ )په اړه وه لکه څنګه چی ټولوته څرګنده ده ښځه په اسلامي او افغاني تاریخ او کلتورکې ځانګړی ځای لری، افغانه ښځه، مورده که لورده خور ده که میرمن په ټولنه کې دخپل رغنده او اغیزمن رول له برکته له زیات درناوي څخه برخمنه ده.
افغان میرمنی پرنورو برخو سربیره دسولې اویووالي په ډګرکې هم ویاړمنې کارنامې لری،نو ددی لپاره چې افغانان لا نور هم د پردیو د اغیزو قرباني نه شي موږ افغانې میرمنې د ټولنې د نیمایي برخې په توګه ښکیلو خواوته پلو غوړوو اوغږ ورباندې کوو چې د سولې لپاره سره جرګه شي.
د افغانستان خلک پر وطن مین دی، اوهیڅکله ددی غوښتونکي نه دي او نه غواړي چې بچیان یې د پلار او مور له مینې بې برخې او په بې وزلي او غربت کې ژوند وکړي .نو په دې برخه کې د بهیر ټو لو ګډون کوونکو مثبته هم غږي څرګنده کړه . او ژمنه یې وکړه چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره به په هیواد کې د سولې او امنیت د تامین لپاره هلې ځلې کوي. او په دې برخه کې به د نویو پروګرامونو په طرحه کولو سره خپل کار او فعالیت ته دوام ورکوي.
په غونډه کې د میرمن بلقیس محبوبي د ژوند او اثارو په اړه هم خبرې وشوې، وپتییل شوه چې راتلونکې چهارشنبه د میرمن بلقیس محبوبي د ادبي خدمتونو نمانځغونډه جوړه شي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ترڅنګ په کتاب ښار کې جوړیږي.