مینه ابراهیم خیل

دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر یو دیرشمه اونیزه غونډه د (۱۳۹۲) د سلواغې میاشتې په ۲۳نیټه په یوه نیمه بجه د پامیر سینما په کتاب ښار کی جوړه شوه .

 د غونډې مشره پاکیزه آرزو او وه د غونډې ستیج چارې لیمې نیازۍ سمبالولې او دغونډې منشی مینه ابراهیم خیل وه.

د غونډې په پیل کې د میرمن بهیر د تیرې غونډې رپوټ مینې ابراهیم خیل ولوست او د بهیر ځینو غړو د رپوټ په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

ورپسې په کاري مسایلو خبرې وشوې. د فبروري د یوویشتمې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د نمانځلو په اړه خبرې وشوې او د هغې غونډې یادونه وشوه چې تیره اوونۍ په همدې ارتباط د سرحدونو چارو په وزارت کې د کلتوري ټولنو له جرګې او د هغو له اړوندو بنسټونو سره یو ځای دایره شوې وه. په هغه غونډه کې دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر په استازیتوب مینې ابراهیم خیل او پښتنې عربزۍ ګډون کړی، مینې په دې اړه خپل رپوټ وړاندې کړ. وپتیل شوه چې د کلتوري ټولنو د جرګې د پریکړې له مخې دې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د فبروري په شلمه نیټه جوړه شي چې د دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر ټول غړي به پکې فعاله ونډه اخلي.

ورپسې دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر د ورځینو چارو په اړه خبرې شوې وپتییل شوه چې د بهیر د ځینو غړو غیرحاضري وڅیړل شي له هغو غړو سره اړیکه ونیول شي چې په غونډو کې فعال ګډون وکړي. او هم په دې اړه له نورو ادارو او ټولنو سره ګډه غونډه جوړه شي.

دغه راز د میرمن بهیر د ویبپاڼې د کارونو په اړه خبرې شوې او په دې اړه نعیمې غني خپل رپوټ وړاندې کړ. په غونډه کې وپتییل شوه چې د بهیر هغه غړې چې برښنالیک نه لري باید برښنالیکونه ولري او خپلې لیکنې د بهیر ویبساټ ته واستوي.

د غونډې په بله برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې دبهیر غړو هرې یوی مریم امرخیل، پاکیزه ارزو، نعیمې غني، شفیقې ، مینا نظری، مریم اکا خیل، لیمی نیازی.نظیفې ،دنیا طوطاخیل ، مینې ابراهیم خیل ، بلقیس محبوبي، اوږۍ امیل،کاینات سعادت، تورپیکۍ او نرګس   خپل شعرونه ولوستل او له ولایتونو څخه ځینې نجونو د ټلیفون پرکرښه خپل شعرونه واورول.

دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر د غونډې په وروستیو شیبو کې (په افغانستان کې د واک پر سر شخړه) کتابونه د میرمن بهیر پر غړو وویشل شول.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ترڅنګ په کتاب ښار کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *