محمد (ص)

د ښېګڼې خیریه ټولنې مشرتابه هیئت او ټول غړي د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ د نړۍ ټول مسلمه امت او په ځانګړې توګه د ګران هېواد هغو متدینو مسلمانانو ته چې تل یې د له لارې په کلکه ننګه کړې، مبارکي وایي.

د مسلمانانو لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د فیل کال د ربیع الاول په دولسمه نېټه چې د ۵۷۱م کال د اپرېل له نولسمې نېټې سره سمون لري، په داسې حال کې دې فاني نړۍ ته رڼا ورپه برخه کړه چې د نړۍ پر مخ وحشت، فساد او فتنې خپل آخري اوج ته رسېدلې وې. د نړۍ د ستر رهبر حضرت محمد (ص) د راتګ پر مهال ټوله نړۍ توره تیاره وه، په هر ګوټ کې ظلم، بربریت او جهالت روان و. انسانان ژوندي خښېدل، خانانو عیشونه کول، بې وزله طبقه د خانانو او لوږو له کبله د ګور په غاړه وه، له ښځو سره د حیواناتو په څېر چلند کېدلو او بې حیایۍ، فحشا او فساد خپل آخري پړاونه وهل.

د حضرت محمد مصطفی (ص) په راتګ سره ټولې نړۍ نوی رنګ واخیست، د حضرت محمد (ص) په واسطه د اسلام له تبلیغ وروسته په هر ځای کې عدالت رامنځته شو، انسانانو خپل کرامتونه وپېژندل او بالاخره دی مبارک د ټول بشر د ستر لارښود په توګه وپېژندل شو.

د بشریت ستر لارښود نبي (ص) د اسلام د بعثت پر مهال له ډېرو لویو ستونزو او غمیزو سره مخ شو. کفارو او مشرکینو یې څو ځلې د مرګ توتیې جوړې کړې، د ډبرو ګوزارونه یې پرې وکړل، د لېوني او دروغجن په نوم یې یاد کړ، او د ده په ملګرو یې هر ډول ظلمونه او تېري وکړل، خو د دې ټولو کړاونو په وړاندې ده مبارک له صبر، زغم او حوصلې څخه کار واخیست او د کفارو د دې تېریو په مقابل کې یې دوی ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د هدایت او سمې لارې غوښتنه وکړه، چې له همدې ځایه یې د عدم تشدد د فلسفې بنسټ کېښو د.

ښېګڼه خیریه ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي چې د حضرت مصطفی (ص) په لاره سم لاړ شي، له یو بل وژنې ځان وساتي، د محمد (ص) د صفتونو سره سم د یو بل لاسنیوی وکړي، او په ګډه د قرآني احکامو سره سم مخ په وړاندې ولاړ شي.

د تلپاتې، سوکاله، یو موټي او پرمختللي افغانستان په هیله

ښېګڼه خیریه ټولنه

مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *