2015/4/10 جمعه
محمد واصل وصال
نن په لومړۍ لوبه کې د ان اف سي ټایګرز لوبډلې د پکتیا مشران لوبډلې ته په اوو وکټو ماتې ورکړه.
د لوبې ټاس يا پچه د ان اف سي ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر حمید حسن وګټله او د بالینګ پرېکړه یې وکړه.
پکتیا مشران لوبډلې ټول لوبغاړي يو په بل پسې اوټ شول او ونه توانېدل چې خپلې سيالې لوبډلې ته يو ښه هدف وټاکي او ټوله لوبډله په ۱۸م اوور کې يواځې په ۶۱ منډو اوټ شوه او خپلې مقابلې لوبډلې ان اف سي ټایګرز ته د ۶۲ منډو هدف وټاکه.
د ان اف سي ټایګرز لوبډلې ورکړل شوی هدف د خپلو درې لوبغاړو په لاسه ورکولو سره په ۷ اورونو کې پوره کړ او په روانو سيالیو کې يې خپله لومړۍ بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی حمزه هوتک وپېژندل شو، چا چې په ۳.۱ اورونو کې ۳ منډې ورکړې او د سيالې لوبډلې دري لوبغاړي يې وسوځول.
د نن ورځې په دوېمه لوبه کې بیا د ایرو بازان لوبډلې د ننګرهار غازیانو لوبډلې ته په ۹ وکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس د ننګرهار غازیان لوبډلې لوبډل مشر کریم صادق وګټله او لومړۍ یې د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
د ننګرهار غازیان لوبډلې سره له دې چې په لومړيو اورونو کې يې ښه پېل اخستی خو د لوبې له وورستیو اورونو يې ښه ګټه پورته نشوای کړای او خپلې سيالې لوبډلې ته يې په ۲۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه چې تر ټولو ډېرې منډې په کې د افتاب عالم ۲۷ وې.
د ایرو بازان لوبډلې د خپلو دوو پېل لوبغاړو په مرسته چې جاوید احمدي ۹۶ ناسوځېدلې او جمعه ګل ۴۱ منډو سره ټاکل شوی هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره د لوبې په ۱۶ اور کې پوره کړل او په ان اف سي میلون لیګ سيالیو کې یې خپله لومړۍ بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی لوبډل مشر جاوید احمدي شو،چا چې ۹۶ چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
محمد واصل وصال
د لوبه کرکټ کلب مطبوعاتي مسوول