حامد احمدزی

یوې کلیوالې ښځې ته خپل خاوند چې په ټول ژوند کې دمینې یوه خبره نه وه کړې، نه یې داسې کار کړی و چې د خاوند مینه ښکاره کړي.

مېرمن ناروغه شوه. خاوند یې یو موټر سایکلوان وو؛ هغه به په ښار کې د خلکو مالونه له یوه ځایه بل ته لیږدول؛ د لومړي ځل لپاره یې خپله ښځه په موټر سایکل بېوله، خاوند وویل پر ما پسې سپره شه،  ښځه په ډیرې کراری په موټر سیکل سپره شوه له ویرې اوشرمه نه پوهېده چې څه ډول په موټر سایکل سپره شي.

ناڅاپه  يي خاوند وویل:

  • ماپه غیږ کې کلک ونیسه

ښځې له شرمه په ډک غږ پوښتنه وکړه

  • څه وکړم ؟ نشم کولی
  • له ما لاسونه تاو کړه او کلک مې ونیسه

کله چې دخپل خاوند خبرې ته ځیره شوه یودم سره واوښته ؛ له خپل خاوند نه یي لاسونه تاو کړل اوپه وجود يي خولې راماتې شوې.

نیمايي لارې ته چې ورسېدل ښځې په خاوند غږ وکړ:

  • بیرته دکور لوري ته وګرځه

خاوند يي په ډیر تعجب پوښتنه ځینې وکړه

  • ولې؟ اوس خو نیږدې روغتون ته رسیدلي یو

ښځې ځواب ورکړ :

  • نوره اړتیا نشته چې روغتون ته لاړه شم اوس بیخې روغه شوم او سرمې هم درد نکوي

خاوند یی حیران شو چې ولې یی ښځه پرته له درملو روغه شوه؟ پر دې هم نه وو پوه چې ښځه يي په دې جمله چې (ما کلک)په غیږ کې ونیسه دومره آرامه شوې ده.

د خاوند له دې خبرې سره ښځې د نیکمرغۍ احساس وکړ، په همدې لنډه لار کې یې د سر درد ورک شو.

مینه لوړ عظمت لري، په تصور کې نه ځاېږي، د مینې د ښودلو فاصله هومره نه ده، زړه مو د مینې ژبه ده د زړه له تله خبرې وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *