رپورټ : اسدالله امرخیل
په( ۱۰ غویي ۱۳۹۴) د پنجشنبې په ورخ د ما سپښین ۲ بجې د کابل ښار په قلعه فتح الله کې د قلم نړیوالې ټولنې په انګړ کې (د مینې او ښکلا شاعر) ترعنوان لاندې د هیواد پیاوړي او نوښتګر شاعر ، لیکوال او ژورنالیست سید جیلاني جلان نمانځغونډه وشوه ، چې پکې سلګونه فرهنګیانو، ژورنالیستانو، دولتي چارواکو، خویندو ، له ولایتونو څخه راغلو میلمانو او د ادب میناوالو برخه اخیستې وه .
غونډه د هیواد وتلي دینې عالم او شیخ القرا قاري برکت الله سلیم په تلاوت پیل شوه ، ورپسې د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقیقت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جلان په هنر او شخیصت خبرې ورکړې همدارنګه استاد حبیب الله رفع خپله په زړه پورې وینا واوروه او جلان یې د معاصر دور د مخکښو او نوښتګرو شاعرانو له جملې وبله ، د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو څانګې ځوان استاد یحیی همای د غونډې بل ویناوال و چې د جلان دشاعرۍ ښکلایز اړخ باندې یې په زړه پورې مقاله واوروه ، استاد سنګین عشرتي خپله په دري لیکل شوې مقاله د جلان د هېندارو درې دکتاب په اړه واوروله ، ځوان لیکوال او مبارز عطاالله خان حیران د جلان په شاعري کې په فلسفي او نفسیاتې اړخ سربیره د جلان په ژوند اوهنر په زړه پورې وینا واوروله ، د هیواد پیغلې او خوږ ژبې سندرغاړې بریښنا امیل هم د جلان د شعر په اړه خبرې وکړې او د جلان یو ښکلی غزل یې په ترنم کې وړاندې کړ ، همدا ډول بشر احمد دریځ ،شهزاد ګل اریوبي ، نبې صلاحي او ځوان ژورنالیست مجیب الرحمان لحاظ د جلان شعر ، هنر او شخصیت په اړه د غونډې ګډونوالو ته خپلې مقالې او ویناوې واورولې .
دغونډې بله برخه د تقدیرنامو یا ستاینلیکونو او پګړیو وه چې د هیواد بیلا بیلو ادبي ټولنو ، تنظیمونو ، ورځپاڼو ، رسنیزو مرکزونو ، انستیتونو لکه ( ګویټه انستیتوت ، افغان ځواک رسنیز مرکز، لوی افغانستان اونیزه ، د ملي ارمانونو فرهنګي ټولنه ، د افغان ښځو د لاسنیوي او پرمختګ ټولنه ، پښتو کاروان او د ژباړې مرکز، زیار اونیزه ، افغان ملي غورځنګ ، دځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه ، زیار مدني ټولنه ، پکتیا میډیا سنټر او لوی افغان ولسي خوځښت
) جلان ته د ښه شاعر ، ښه لیکوال ، ښه ژورنالیست او د نوموړي ښه شخصیت په اړه تقدیرنامې ورکړې ، یاده دې وي چې د د شکردرې ولسوالۍ د اسداباد کلي قوم مشر ښاغلي عتیق الله امرخیل لخوا رالیږل شوې د اعزاز لونګې د استاد حبیب الله رفع او د ټاکنود شکایتونو کمیسون مشر تکړه شاعر ، لیکوال او حقوق پوه عبدالستار سعادت لخوا او دلوې پکتیا د ځوانانو د ټولنو ګډې جرګې د اعزاز لونګې د لایق شاه ځدران لخوا د جلان په سر کیښودل شوې .
ورپسې د هیواد ځوان سندرغاړي نصیب ثاقب په خپل جادوګر غږ د جلان غزلونه د غونډې ګډونوالو ته واورول اوغونډه ماښام مهال د هیواد تکړه لیکوالې او ژورنالسیتې اغلې دلفروز ځیرک په زړه پورې ویاندوۍ پای ته ورسیده . یاده دې وي چې دا په هیواد کې لومړۍ غونډه وه چې یو شاعر ،لیکوال او ژورنالیست ښاغلي جلان ته ( ۱۲) تقدیرنامې ورکړل شوې.
ما لا جلان لیدلی نه دی له نژدی ملګرو ــــخو ډیر له لیری یی عاشق یم په شعرونو باندی
زه د هرڅه نه مخکی ګران نوښتګر شاعر جلان صاحب او دده په څیر نورو ځوانو شاعرانو ته اوږد او خوشاله ژوند غواړم.
که څه هم جلان یو خوږ او تکړه لیکوال، شاعراوژورنالیست دی له دي سره سره یې ادبي او فرهنګي خدمتونه کړیدي ټوله لویه پکتیااو خصوصا زمونږ اریوب ته یو لوی ویاړ دی دژوند په هر ډګر کې تاند او څپانده اوسي
یاده دې وي چې دا په هیواد کې لومړۍ غونډه وه چې یو شاعر ،لیکوال او ژورنالیست ښاغلي جلان ته ( ۱۲) تقدیرنامې ورکړل شوې.
دې پریکړو کې حوصله کوئ، له دې مخکې زه خپله په یوه غونډه کې د ۱۵ ستاینلیکونو شاهد یم، هغه هم لیکوال او شاعر و، د راپور په وخت کې لږ دقت کوئ.
جلان صیب! ستاسو د لابرياؤ په هیله