د مینې محکمه دزلمي ژباړن او زیارکښ ځوان زبیح الله رحمیزي دژباړل شویو لنډو کیسو ټولګه ده ما ته په پښتو ژبه هغه کتابونه ډیر خوند راکوي چې دژباړې په هنرمندو ګوتولیکل شوې وي په منډه ترې نه وي تیرشوی ، ددې کتاب ډیرې کیسې دفارسي ژبو لیکوالانو دي په زړه پورې او نوې خبرې لري دلنډې کیسو پوره تنده پرې ماتیږي .
ښاغلي رحیمزي خواري کړې څه ډول چې کیسه لیکوالو دغښتلي خیال پرمټ کیسې راجوړې کړي دغسې ده هم دیوه کیسه لیکوال په ټکو راپښتو کړي دي اوداسې فکر نه کیږي چې ګنې دخیال ردې دې په کې کږې وږې شوي وي بس هم هغه تصویر دی اویواځې دومره توپیر دی چې دپښتو خوږې ژبې پرلفظونو یې کټ مټ انځور اخستل شوی دی .
دمینې په محکمه کې یواځې دپړ او وړ خبرې نه دې راټولې چې ګنې سر ترپایه دې محبوبې ته ملامت مین په کرښه ودرول شوی وي او یا دې دوه مینان په دې ګنا دمینې په محکمه کې حاظر وي چې ولې دمنکرو په قانون یې پښې ایښي او دروا مینې لارې ته سم شوي دې ، کتاب د مبارزې ، زغم او پرځان د ډاډمنیدو داستانونه هم لرې ما ورپکې دقهرمان هلک ،یو ساتونکی،له نوموتي سره خبرې او څو نورې کیسې په خوار لیونۍ تندې بیابیا ولوستلې له دې کیسو مې زړه ته نوې نوې خبرې راغلې ، یوکمال په دې کیسو کې دادی چې په ډیرو لنډوټکو کې یو لوي داستان راټول شوی او دهغو پنډو کاغذونو په څیر نه دي چې له لوستلو مخکې دې ترې زړه موړ شي، دا هم سمه ده چې یوګټور کتاب که هرڅومره لوي وي انسان دخپلې لیوالتیا له مخې ورته نه تنګیږي چې ويي لولي خو اوس مهال چې یو لیکنه هرڅومره لنډه وي نو سترګې پرې ددې لپاره خوږیږي چې له لوستلو مخکې هوډ او حوصله انسان ته ورځي زبیح الله جان همدغه کمال کړی دی ، یوشمیر لیکوالان ددې لپاره چې کتاب یې پوره شي لفظونه غځوي زور ورکوي لکه د ربړ چې ځای ډیر ونیسي خو چې څومره په زور او غیرې عادي ډول څوک لفظونه اوږدوي نو کیف او خوند له لاسه ورکوي لوستونکي یې زړه توري کیږي او هغه خبرې چې موږ یې دلیکنې پیغام او موخه ګڼو هغه رانه ترې تم شي نو ښه داده چې له لفظونو سره داسې ټوکې ونشي چې کیفیت له لاسه ورکړي لنډه خو خوږه ، لنډه خو پيغام رسوونکې لنډ خو زړه راښکونکې لیکنه دلیکوال له نوم او لیکنې سره دلوستونکي مینه او لیوالتیا زیاتوي .
زه په پای کې دمینې دمحمکې دغه ځوان ژباړن ته وریادوم چې که په همدغه لاره پښې ټینګې کړي او هڅه وکړي چې لا نور ګټور اثار پښتو کړي له یوې خوا به یې خپلې ژبې ته زیار ایستی وي او له بله پلوه به خپل همزولي لیکوالان وهڅوي چې ورته چارې ته اوږه ورکړي نه یواځې لنډې کیسې په نورو برخو کې دې هم له هغو ژبو کتابونه راوژباړي چې زموږ اړتیا ده ، په دې شرط چې خپله ژبه پښتو مو تر هرې بلې ژبې خوږه کره او پوره زده وي ، دښاغلي رحیمزي او نور ځوانانو دخوارۍ اوبري په هیله ورک مه شئ .