د مینې ټپې لومړی ټوک په اتیا مخونو کې د ۲۲۰۰ ټوکو په شمېر مازیګر کتاب پلورنځي په ښکلې بڼه او ښه صحافت چاپ کړ.
د مینې ټپې لومړي ټوک کې د مينې مجلې د لومړيو شلو ګڼو هغه لنډۍ صادق الله صادق راټولې کړي چې مینې مجلې ته لوستونکو او مینه والو رالېږلي.
د مینې ټپې په دوېم ټوک کې د مینې مجلې له شلمې تر څلوېښتمې ګڼې لنډۍ راټولې شوې او دا هم د ۲۲۰۰ ټوکو په شمېر په ښه صحافت مازیګر کتاب پلورنځي چاپ کړ.
د مینې ټپې دواړه ټوکه مخکې هم څو ځل خپاره شوي خو د لنډيو مینه والو ددې کتابونو د بیاچاپ غوښتنه کوله.
د یادونې وړ ده چې د مینې ټپې درېم ټوک به هم ډېر زر د مینه والو لاسونه ښکل کړي.