(اتم څرخ)
۹۷ یم ګام (ددې لړۍ لومړی ګام)
«د خدای تعالی په اقلیم کې تر ټولو مستقیمه او تر هرڅه ګټوره لاره عشق او مینه ده،
عشق د هر څه پېل او پای دی.» پالجي
غواړم عشق او مینه یوه یوه ته و اورم؛ دومره چې خپله هم واورم .
عشق هغه وخت اورېدلی شم، چې نعرې کړم: «عېېېېېې…شق!»
عشق هغه وخت راګرځي، چې په لارو او کوڅو او د غرونو په دې تنګو تنګو پښتنو پښتنو درو کې غږ وباسم:
«زه در سره مینه لرم. زه درسره مینه کوم… زه فقط مینه کوم»
مینه له خپل غږه جوړېږي. ځکه نو مینه شته؛ یوازې باید ښکاره شي.
د نورو لخوا له ما سره مینه؛ زما د کړې مینې انعکاسات دي.
زه او نړۍ مې، د مینې منفردې څېرې یاستو. مینه شته، باید ولیدل شي.
مینه غږېږي، ټول غږونه له مینې جوړېږي؛ خو چې واورېدل شي.
مینه بهېږي، خو چې په ساه کې راښکل شي.
بې مینې نشته. خو چې مینه ګرشو؛ مینه وکړو.
مینه:
ترې ښه نه ځانته او نه تاسو یوه یوه ته، موندلای نشم. عشق ټوله ښېګڼه ده.
وایي «ټول د حقیقت په لټه کې دي، خو په اصل کې هر یو مینه او عشق لټوي.»
خپلې انساني اګاهۍ- ښه ده ووایم ذهني اګاهۍ- دومره تړلی یم، چې له ټولو هڅو سره سره، له عشق او مینې کوږ تېرېږم.
ذهن د عشق په وس نه دی، حواس یې هم په وس نه دي.
سترګې ورباندې شرمېږي، غوږونه ورباندې کڼېږي، خوله ور باندې ګونګۍ شي.
مینه د زړه په وس ده. مینه د زړه پوهه ده.
او زړه چې ذهن ته د مینې ښکلا ور خوشې کړي، ژبه ګونګي ګونګي، شعرونه شي.
ځکه شعر تفسیرو؛ ځکه د رحمان او مولانا کلام په خبله جګړه بدلو.
مینه نغده ده، حاضره ده، مینه شته.
خدای چې شته، مینه به څوک وخوري؟
څومره خندني دي زموږ وېرې او شرمونه.
مینه بې شرمه ده. مینه له هېچا او هېڅ شي نه وېرېږي، ځکه خدای حکم کړې.
د رحمان دا شعر چې څومره وېل کېږي، لا ځوانېږي:
«دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې/ د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا.»
مینه په خبرو نه کېږي. مینه چې وشي، خپله خبرې دي، یارانې دي، ترانې دي، سندرې دي، شعرونه، ټپې او لنډۍ دي.
ټول غږونه له مینې را منعکس شوي.
هره نعره مینه پسې پورته شوې.
زه که په فکر، باور، اخلاقو، رواجونو، وطن، قوم، تاریخ او… هرڅه وم، بې له مینې به بل څه وغواړم؟
بې له مینې پر ما څه لوروئ؟ بې له مینې زه د څه شي لایق یم؟
بې له مینې بل کار او روزګار نشته.
دنیا د مینې د میلیونونو بڼو ګلستان دی.
مینه د ژوند ساه ده.
مینه لومړنۍ کلمه ده- څوک کولای شي، د ماشوم له لومړي غږه، د غږ غټ شعر واوروي؟
څوک کولای شي، خپل پېل له بلې ویالې، بلې چینې، بل سیند او سمندره-
پرته د مینې له یوه څاڅکي، بل جوهر ثابت کړي؟
موږ د مینې د عاشق باغ شنې، ژېړې، سرې، نارنجي او قهوه یي نقاشۍ یاستو.
زه- بشر ډارېږم:
څلوېښت کلونه کېږي، چې انقلابونه دي، اورونه دي، جنګونه دي، وژل، رېبل، څرخي پله او ښکاره او پټو ګوانتاناموګانو کې اچول دي.
زه او زما نسل وېږېږي. جګړه ژوند خوړونکې (ایبولا) ده.
انقلاب د سرو او تورو اورونو د دوزخ عیني کېدل دی.
آزادي او خپلواکي په دوه سرې تورې کښل کېږي.
زه او زما نسل وېرېږي. د وژلو وېروس تیت شوی.
د ایډیالوجۍ حیوان، په هر شي میتازې کړي، حتا کتابونه د وژلو ایبولا خپروي.
دلته وېرې کېږدۍ غوړولې، حتا انسانان مې په لس انچه پولادي موټرو کې د حافظ په شعرونه، ځانونه خوبولي تېروي.
خو حافظ عاشق سلطان دی.
حافظ او رحمان او رومی د عشق ایبولا شیندي.
د هغوی هدف ایدیالوجۍ وهلي زړونه او ذهنونه دي.
راځئ ددغه باران تر سیوري لاندې یوه دمه واخلو.