پنجشنبه، د لړم ۴مه، کابل
پوهنه د یوه هیواد او ملت د بقا او پرمختګ لومړنی بنسټ دی. پر هغه پانګونه تر ټولو ستراتیژیکه سرمایه ګزاري ده، چې تر اوسه انسانانو پېژندلې. پر پوهنه د یو ډالر د لګښت په مقابل کې لس ډالره بیرته ملت ته ګټه رسېږي.
په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر پوهنه ځانګړی تمرکز کړی او زده کړو ته د بري په برخه کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.
د زده کوونکو شمېر له ۸۰۰ زرو شاوخوا ۹ میلیونو، د ښوونکو شمېر له ۱۶ زرو څخه ۲۰۰ زرو، د ښوونځیو شمېر له ۱۶ سوو، ۱۷ او پنځه سوو ته لوړ شوی او ۸ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي، خو متاسفانه لا اوس هم د زده کړو د کیفیت په سطحه کې ژورې ستونزې شته او درې نیم میلیونه د ښوونځي د عمر ماشومان لاهم تر ښوونځي بهر دي.
همدارنګه په وزارت کې د فساد زیان منونکي موارد شته. دا چې د پوهنې وزارت د فساد او خیانت پر وړاندې تحمل نه لري نو ۹ میاشتې وړاندې یې له مېک ادارې وغوښتل، چې د پوهنې وزارت کې هغه ساحې په نښه کړي، چې د فساد پر وړاندې آسیب پذیره وي.
مېک زموږ د غوښتنې له مخې خپلې څېړنې وکړلې او رپوټ یې تیار کړ. که څه هم د پوهنې وزارت د رپوټ په اړه ځینې ملاحظات لري، ځینې وړاندیزونه یې اضافي څېړنو ته اړتیا لري او په ځینو برخو کې د لوړو مقاماتو منظورۍ، د نورو ادارو همکاري او په ټوله کې د ځینو سیستمونو بدلون غواړي، په مجموع کې دا مني، چې په پوهنې وزارت کې ستونزې شته.
د پوهنې وزارت هم په دې مواردو کې د سمووالي یو شمېر اجرآت کړي او ددغو ستونزو د حل لپاره یو جامع پلان جوړ کړی. موږ پر دغه پلان نور جدي کار هم کوو، چې د هرې کړنې وخت او مسئول معلوم وي. وزارت به ددغه پلان د تطبیق له پرمختګ څخه په هرو دوو میاشتو کې د دولت رهبرۍ او افغان ولس ته رپوټ ورکوي.
د پوهنې وزارت او مېک اداره به په ګډه ددې پلان د عملي کېدلو جریان څېړي او وخت په وخت به د موثرو او لازمو تدابیرو د نیولو لپاره ګډ تصامیم نیسي.
د پوهنې وزارت له فساد سره د جدي مبارزې لپاره ژمن دی او په ټینګه غواړي، چې د فساد کچه په هره برخه کې د صفر تر بریده را کښته کړي.
درنښت
د نشراتو او اطلاعاتو رياست
خیانت نور څنګه وي!
په ننګرهار کې د ACR پروګرام د ګډون کوونکو ښوونکو د حق الزحمی غم وخورۍ د هغوی د شلزرو افغانیو په شاوخوا کې حق الزحمه جوړیږي خو تاسی معارف ورته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړی الله به ددی پوښتنه درڅخه کوي چې د غریب معلم روپو ته غله یاست
دنشرات ریس ګله ،
ګوره، یومهال زه اوستا دا اوسني معین صاحب ابراهیم په یوه پوهنتون کې محصلین وو، موږ ټول دیوه محترم استاد رشید تر سیوري لاندې وده وکړه ، رالوی شو، له هغه مو د زده کړې ډیرڅه زده کړل ، دغه استاد فاروق وردګ ته وویل چې دغه هندوستان کریکولم واخله ، زموږ دوطن لپاره په درد خوری ، یومهال چې په کرزی د تعلیمی اوبرخې مسوول وټآکه ، د اچ آرډی له وزیرپه دغه برخه کې چې سفیر ، وردک او استاد رشید دریواړه حاضروو ، ملاقات درلود اوهلته استاد رشید ددغه کریکولم خبره مطرحه کړه ، دهند دمعارف وزیر دا خبره ومنله چې موږ تیاریو ، کله چې له ملاقاته راووتل وردګ استاد رشید ته ویلی وو : « څوک چې کریکولم موږ ته جوړوي باید پیسې هم راکړي » له هغه وروسته یی دغه خبره بالکل پریښوده ، زه دیوه افغان په صفت تاسوته هم وایم چې ددغه استاد دغې خبرې ته عملي بڼه ورکړئ اودغه کریکولم چې په نړۍ کې ساری نه لري د افغان بچیانو لپاره عملی کړئ . زه عامی سړی یم که ډیرو جزیاتو ته مو اړتیا وی ، دغه استاد دلته په هندکې دی ، هندوستان یې له استعداده ګټه پورته کوي ، زه فکرنه کوم چې له تاسو سره به همکاري ونه وکړي .
نورمو خوښه
زرین ګل کټوازي له اندیا