څه به وليکم؟ په دې اړه له ما سره هيڅ الفاظ نه سته. اوس مي په ژوند کي يوه لويه او نه تکراريدونکې هستي له لاسه ورکړې، د ژوند ټولي هيلې مي مړې دي، ټولي خوښۍ مي وژل سوې دي، ټولي خنداوې مي تښتېدلې دي، هرې موسکا خدای په اماني کړې ده. هغه ماښامونه او سهارونه مي يادېږي چي موږ درو به پر بيلابيلو موضوعاتو علمي او تحليلي بحثونه کول، سره غوسه به سولو، سره وبه مو خندل، اختلاف به مو سره وکړ، بيرته به مو جوړ – جاړی وکړ. نن زموږ دا مثلث نړېدلی دی، دوې ضلعې پاتې دي. خو اوس يوازي يوه بل ته ګورو، سره ږغيږو نه، يوازي يو بل وينو او سره خاندو نه.
سهار په دفتر کي وم، له کوره مي د راتلو څو شيبې نه وې تيري چي محمد رسول زنګ راته وواهی، چي د ده زنګ مي وليدی ما ول خير خدايه څه پېښه ده خو اوس راووتم. وای ژر کورته راسه. وام کيسه څه ده؟ په ژړغوني ږغ يې وويل چي عبد الغفور يې ويشتلی دی. هيڅ مي ونه ويل، په چټکۍ راووتم او نه يم پوهېدل چي تر کوره څنګه را ورسېدم؟ خو پر لارې دې فکر سخت زورولم چي ايا اوس مي مشر ورور زما په ژوند کي يوه تېره کيسه ده؟ اه! هو، اوس يوه تېره کيسه ده، اوس يې له ما سره يوازي يادونه پاتي دي، يوازي يو څو انځورونه، يوازي يو څو ليکنې بس…
نور زه داسي څوک نه لرم چي په ډېره دلچسپۍ به يې را څخه زما د درسونو پوښتنې کولې، د امتحانونو جزييات به يې را څخه اخيستل، تشويقولم به يې، زما ليکنې به يې کتلې، تصحيح کولې به يې، مشورې به يې را کولې او ستايلم به يې.
زما يوه لويه تکيه ونړېده، زما يوی لوی اميد چپه شو، د استعداد او پوهي يو غر يې را غوزار کړ، يو څو تورو لاسونو دا کرغېړن کار وکړ، يو څو تورو او ناپاکو ارادو د يوه داسي چا ژوند ته د پای ټکی کېښود چي سراسر خواخوږي وه، سراسر مينه وو او له يوې مخې د دې هيواد او ولس پر حال دردمن انسان وو. د هغه هره خبره د زړه له درده وه، هره وينا يې د دردونو يوه څړيکه وه. هغه دومره رښتونی وو چي په څه به پوهېدی نې پټول، مخامخ يې ويل. تل به مي د ده دا جرأت خطرناک بالی، څو ځله مي ورته يادونه کړې وه خو درديدونکي زړونه خطرونه مني مګر پوهه نه پټوي.

شهيد پېروز د منطق او استدلال ويلو بې جوړې استعداد درلود، هم مخامخ او هم په ليکنه کي. ما په ډېرو کمو خلګو کي داسي استعداد ليدلی دی. يوه ورځ له يوه ملګري سره د ژر خو منطقي ځواب ورکولو په اړه ږغېدم، ورته ومي ويل ما دا ځواک په دوو کسانو کي ليدلی په پيروز او مجيد قرار کي. خو های افسوس! دا استعداد ونه ځلېد. نور به يوازي د يو څه مهال لپاره د خلګو په يادونو او خاطرو کي يادېږي، بيا به له دې خاطرو او يادونو هم ورک سي او د ابديت په غېږ کي به د ابد لپاره محوه سي.
موږ ټول د ابدي محوې لور ته روان يو خو ځيني کسان ډېر ژر او ډېر وختي ولاړ سي، اصلا دوی بايد تل پاتي وای، تل ژوندي وای، تل ږغېدای، تل يې ليکل کولای او تل د هغو مظلومو د دفاع لپاره ژوندي وای چي له داسي بې وسلې او بې زوره مدافعينو پرته نور څوک نه لري. ما به ليدل چي د جګړې هر متاثر ته به څومره زورېدی. يوه ورځ د خرقې شريفې مخته تيريدو، وای ته فرض کړه دا ناسته ښځه عايشه ( د ده ميرمن ) او دا هلک زبير ( د ده زوی ) دی نو څومره زور به غواړي!
نور ما يو ورور له لاسه ورکړی او دې ملت يو خواخوږی ليکوال او عالم. خو افسوس چي دا ملت هره ورځ خپل همداسي خواخوږي ليکوالان وژني، خپل همداسي خواخوږي علما وژني او د هغو قاتلو ملايانو فتواوو ته چکچکې کوي چي هره ورځ ورته سړک ورانوي، هره ورځ ورته ښوونځی سوځوي او هره ورځ يې ورته ځوانان حلالوي. پېروز د همدې قاتلو ملايانو او د هغو د جاهلو جګړه مارو په وړاندي د استدلال يوه ژبه وه، د منطق يو قلم وو، د علم يو سپر وو، د پوهي يو سنګر وو او له معلوم ادرسه د جرأت او حقې وينا يو منبر وو. همدې ټولو د ده ويناوو ته اغيز ورکړی وو او دې اغيز دښمن وېرولی وو، دښمن پوهېد که دا سړی وي د ډېرو په اذهانو کي به د دوی مشروعيت له منځه يوسي.
پېروزه! زه دي هر ياد او هر انځور ته يوازي اوښکې تويوم، خو دا اوښکې د بې زړه توب نه دي، د هغې ژمنتيا تکرار دی چي له تا سره مي په ژوند کي درلوده، زه ژمن يم، ستا په وينو قسم! که پر نړۍ بل هيڅ لاروی ونه لرې زه به دي پر لار او فکر روان يم. دا خبره بيا د ژمنتيا له اوښکو سره تکراروم.
ستا نوم به ستا فکر او جرأت تل ژوندی ساتي، ستا نوم به ستا پوهه او علميت تل ځلانده ساتي. يو څو کرغيړن قلمونه، يو څو تورې څيرې او يو څو منحوس فکرونه ستا د شخصيت ځلا نه سي محوه کولای. ته تلپاتی يې، ته ژوندی يې!