ژوند د الله ج یوه ستره لورینه ده، انسان د ژوند یو بریالی او ښکلی لوبغاړی دی، د ژوند ښکلا او ښېګڼه د انسانیت په چوکاټ کې د سوکالۍ، ښېرازۍ او پرمختګ لپاره مبارزه ده. د ژوند په دې سخته او اغزنه، خو ښکلې لاره کې ډېر بریالي انسانان تېر شوي چې تل یې نومونه د نړیوال تاریخ پر پاڼو په زرینو کرښو ځلېدلي. دا بریالي انسانان هم مېندو روزلي، تربیه کړي او د نړۍ د خدمت لپاره یې وړاندي کړي.

مور ده چې په یوه لاس زانګو په بل لاس نړۍ زنګوي. خور ده چې د هر ورور په درد او غم شریکه ده. مېرمن ده چې د خاوند د عزت، برم او حیثیت ساتونکې او کورنۍ پرې ودانه ده. د ژوند له خوښیو او ښېګڼو یوه یې د کورنۍ جوړول دي، کورنۍ په مېرمن ودانه ده او ټولنه په ښو کورنیو متکي ده. د مېرمنې ټولنیز موجودیت او ځواک د ټولنې د روح حیثیت لري.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان د مېرمنو د نړیوالې ورځې (اتم د مارچ) په مناسبت ټولو مېرمنو ته د زړه له تله مبارکي وايي. موږ خوښ یو چې د پوهنې له ډګره نیولې بیا د تصمیم نیوني تربریده مېرمني په نظام کې ښکېلي شوي او د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کوي.

ددې په هیله چې په هېواد کې مو تلپاتې سوله راشي چې بیا هيڅکله یوه مور، لور، خور او مېرمن درد ونه ویني، د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې مېرمنې د اسلامي او مثبتو افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې اغېزناک کار وکړي.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان

د خپرونو څانګه – کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *