ښځه د ژوند د ښايستونو پټ راز دی، ښځه د مينې او عاطفې ممثله ده، ښځه مور ده او تر قدمونو لاندې يې جنت دی.

ښځه د کور څراغ او د خاوند تر ټولو ښه غمشريکه ده.

ښځه  د مينې ژباړه ده، هرکال په نړۍ کې د مارچ اتمه د مېرمنو د ورځې په نوم لمانځل کېږي،  خو زموږ په ګران هيواد کې هم  له څو کلونو راهيسې دغه ورځ د  دولت او نورو مرستندويه ټولنو په مرسته په کابل او ولايتونو کې لمانځل کيږي.

که څه هم اوس افغاني ټولنه تر يوه بريده پورې مترقي شوې ده، په پلازمېنه او ولايتونو کې په زرګونو مېرمنې ښوونځيو ته ځي،  لوړې زدکړې کوي.

 له دې ټولو پرمختګونو سره سره د هيواد په لرې پرتو سيمو کې مېرمنې خورا له بد حالت سره مخ دي، په هغو سيمو کې چې لا اوس هم د جګړې خپکۍ خپل لاسونه د خلکو له ستوني تاو کړي دي، هلته د  مېرمنو په وړاندې خورا زياتې ستونزې او ننګونې شته.

په ډېرو سیمو کې  ډېری پېغلې چې لا يې خاوند سره د خپل  ژوند رازونه شريک کړي نه و، دجګړې په ټس کې  په شهادت رسېدلي دي، په ډېری سيمو کې هغه مېرمنې چې تر ډېره د غريبو او بېوزلو کورنيو څخه دي، مخالفين يې په صحرايي محکمو کې په سزا رسوي.

 نژدې دری مياشتې وړاندې د ګېرو ولسوالي د شهيد عبدالمتين ښوونځي ته څېر مه د مېرمن حنيفې په نوم يوه مېرمن  مخالفينو په دورو له دې امله ووهله، چې په اخلاقي فساد يې تورنه کړې وه، خو هيڅ داسې کوم شواهد نه و، چې ددغه مظلومې مېرمنې  اخلاقي جرم ثابت کړي.

د دې لپاره چې مخالفين په سیمه کې خپل نفوذ لا غښتلی وښيي نو له ورته لارو کار اخلي، په دغه پېښه د رسنیو استازو هم خپل غوږونه کاڼه واچول او هيڅ پوښښ يې ورنه کړ.

دې ته ورته په سلګونو نورې همداسې پېښې شتون لري، چې  مېرمنې د وحشت  قرباني ګرځېدلي دي، خو لا د ملي يووالي حکومت پرې خبر هم نه دی.

 کابل چې تر يوه بريده مېرمنې پکې نسبي ازادي لري، هلته هم لنډغرو  فرخنده په شهادت ورسوله، هلته هم  لا خلکو د خپل وحشت مظهر وکړ.

  په هغو سیمو کې چې د دولت نسبي نفوذ حاکم دی، هلته بیا ټوپکوال او نور هغه څوک چې په جنګي جنايتونو تورن کسان دي او دولت هم ورته لوړې چوکۍ ورکړې دي، د مېرمنو په عفت او حيا تېری کوي.

ډېری وخت له رسنيو د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي راپورونه اورو، دغه پېښې له ورځې بلې ته زياتېږي، دولت د دې پر ځای چې د مېرمنو ورځ ولمانځي، غوره به داوي، چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي قضيو ته جدي پام واړوي.

همدغه ډول زياتې افغان مېرمن د زېږون پرمهال د روغتيايي مراکزو د نه شتون له امله خپله سا ورکوي.

تېره ورځ  د مېرمنو ورځ ولمانځل شوه، دا هم پرځای  کار دی، خو  مېرمنې ورځ باید يواځې  د مارچ تر اتمې محدوده نه شي، بلکې هره ورځ باید  ولمانځل شي، د کور په چارو کې د وينځې  په توګه ترې  کار وانه خيستل شي، بلکې د کور د يوې خواخوږي مشرې په حيث ورته وکتل شي.

په چارو کې د مشاوریت حق ورکړل شي، ځکه مېرمن هغه څوک ده، چې لاسونه يې د چا په وينو سره نه دي، که يې زیارت شتون نه لري، نو د خدايي دعوې يې هم کړې نه دي.

مېرمن مور ده تر قدمونو يې جنت لاندې دی، نو ناقص العقله ورته مه واياست، ښځه خور ده، ښځه مېرمن ده او ښځه دهغه چا مور ده، چې  نن ټوله نړۍ يې د هوساينې په ټغره کېنولې ده، یانې د ټولو هنرونو او کمالونو پنځوونکې ښځه يادېږي.

خپلې خوېندو ته د ژوند  د ټاکنې حق ورکړئ، تر څو په خپله خوښه د ژوند ملګری انتخاب کړي، پر خپلو لوڼو او خوېندو پيسې مه اخلئ، تر څو راتلونکی له ستونزو او ننګونو سره مخ نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *