تاند- د ولسي جرګې د تېرې دورې د وکیلې شهلا عطا، چې تېره اوونۍ په خپل کور کې مړه وموندل شوه، د کورنۍ غړي وايي چې مېرمن عطا په مرموز ډول وژل شوې ده.
د مېرمن عطا د کورنۍ غړي وايي چې اسناد او شواهد لري چې نوموړې وژل شوې او له حکومته د هغې د قاتلانو د نیولو غوښتونکي دي.
مېرمن عطا، چې د ولسي جرګې د لومړۍ دورې د کابل استازې وه، د ۱۳۸۸ لمریز کال (د ۲۰۰۹ میلادي کال) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړی و چې په پایله کې یې حامد کرزی ولسمشر غوره شو.
د مېرمن عطا مړی د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /مارچ۱۲مه/ په خپل کور کې وموندل شو.
پولیسو د اغلې عطا د مړي له موندلو وروسته وویل چې د هغې د مړینې د علت په اړه لا څه نه شي ویلی.
پولیسو لا هم څه نه دي ویلي مګر د هغې د کورنۍ غړي غواړي چې نن ماسپښین په یوه خبري ناسته کې د مېرمن عطا د مړینې د علت په اړه خبریالانو ته معلومات وړاندې کړي. دوی وايي چې مېرمن عطا وژل شوې ده او د عدالت غوښتونکي دي.
شهلا عطا په ۱۳۴۶ لمریز کال په کابل کې زېږېدلې وه.
هغه متل دۍ چي وایی! چی ژوندۍ وم ښه مي غواړه ««»»او مړ شوم مه مي ژاړه !!! اوس یی نوي کوی هغه د هودخیلو او د .خان اباد د اخچی د خلکو چم یی را اخیستۍ دۍ د نوموړی ارواښادي په مړینه کی خپل هویت لټوی