تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق په یوه استثنايي اقدام کې د خپلې مېرمن عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ.
د ښاغلي محقق دې اقدام د ډېرو خلکو پام په داسې حال کې ځان ته واړاوه چې افغان چارواکي په وروستیو ورځو کې د تروریستي بریدونو او ورپسې سیاسي اختلافاتو له کبله له سرخوږي سره مخامخ شوي دي.
په عکس کې ښاغلی محقق له خپلې مېرمن وحیده محقق او ۷ کلنې لور سره په بامیان کې لیدل کېږي.
۴۲ کلنه وحیده د محمد محقق درېمه مېرمن ده چې ۶ ماشومان لري. محقق ۲۳ اولادونه لري.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وايي چې وحیده محقق سیاست ته لېواله ده خو وايي چې د خپل مېړه فیصلې ته ګوري؛ که هغه ورسره موافقه وکړه حاضره ده چې سیاسي ډګر ته راووځي.
وحیدې محقق په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې په مزارشریف کې انګلیسي ادبیات لوستي دي.
محقق په وروستیو ۱۵ کلونو کې د یوه قومپال مشر په توګه ځان مطرح کړ او د توندو قومپالونکو څرګندونو له کبله یې د وحدت ګوند له مشر خلیلي څخه په هزاره ګانو کې شهرت زیات شو او عملاً یې د هزاره ګانو مشري خپله کړه خو د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته یې د اعتدال لاره خپله کړې ده؛ او په ځلونو یې له خپلو سختدریځو قومپالانو سره په قومي مسایلو کې د افراط په خاطر مخالفت کړی دی.

محقق له ۲۰۱۰ څخه فېسبوکپاڼه جوړه کړې او ۹۰ زره لایکونه لري. دی وايي چې فېسبوک د افغانستان تر رسنیو ۱۰۰ برابره اغېزمن دی.
د محقق د مېرمن د عکس پر خپرېدو خلکو راز راز عکس العملونه ښوولي. ځینو تنګ نظرو پرې انتقادونه کړي خو ډېرو نورو ستایلی دی. ځینو ادعا کړې چې محقق د خپلې لور او مېرمن د عکس په خپرولو غواړي ځان مدرن وښيي او د هزاره ګانو ځوان نسل راوړاندې کېدو ته پرې نږدي.
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، وحیدې محقق د دغو عکس العملونو په ځواب کې ویلي چې خلک به ښه او بد عکس العمل ښيي مګر اکثره نظرونه مثبت دي.
تر دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار مېرمن او لوڼو په یوه غونډه کې ګډون وکړ. حکمتیار په یوه بله غونډه کې په دې نیوکه وکړه چې ولې ښځې په غونډه کې ګډون نه لري.