د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۵ نېټه مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د کتابښار د میرمن بهیر په تالار کې غوڼده وکړه. د غوڼدې مېلمانه مدني فعاله او د افغان ملي غورځنګ غړې ډاکتره ثریا یوسفزۍ وه او د سټیج چارې کاینات سعادت پر مخ یوړې.

د غوڼدې په لومړۍ برخه کې د غزني ولایت له یوه کلي څخه د شپنې شپېلۍ په غزل کره کتنه وشوه د غزل په اړه پاکیزې ارزو لیکلی نقد وړاندې کړ چې دلته یې را اخلو:

تا که دي راوړي پسرلیه بیا تازه ګلان

ما هم دي شیندلي د ارمان په هدیره ګلان

پاکیزې ارزو وویل چې د شپنې د غزل په بیتونو کې ښکلی د لفظونو تضاد موجود دی او د ژوند کولو ښکلې هیلې په کې رانغښتې دي او لومړي بیت کې د ارمان هدیره له پسرلي سره ښه تشبې کړې ده او د ارمان قتلولو رنګونه یې د پسرلي د ګلانو په رنګونو کې ښه رنګولي دي.

تا که دې خزان سړې سیلۍ په ځان منلي دي

ما هم قتار کړي په پلو کې د لاله ګلان

شفیقې خپلواک د شپنې د غزل دا بیت خوښ کړ وې ویل چې د لومړي بیت برعکس یې په انداز راخیستی دی او خو ښایي دلته د لاله د ګلانو هدف داغونه او هیلې وي چې له یوې خوا هیله او له بلې خوا نا هیلي ښکاره کوي چې دا تضاد یې خوندور دی. نعیمې غني هم د شپنې دا بیت خوښ کړ وې ویل چې په پلو کې د لاله د ګلانو راوړل بیت ته ښایست ورکړی.

تا که میخانه کې د رندانو کړل جامونه ډک

زه به د فردوس د وصال راوړمه دسته ګلان

د شپنې د غزل دغه بیت کې نعیمې د جامونو راوړل ښه و نه ګڼل وې ویل چې دا رندانو او میخانو او جامونو تکرار دی. شفیقې خپلواک وویل چې دلته جامونه او د فردوس د ځوانۍ سمبولونه دی چې د مینې په وصال یې تل پاتې کوي. چې شاعرې په ښه انداز راخیستی دی.

ما باندې به خاورې د ګلونو منت څه بولي

دېر مې دي ښخ کړي د انسان غوندې ښایسته ګلان

کاینات سعادت وویل د غزل په دې بیت کې د وطن د هدیرو انځور په نوي دول راخیستل شوې دی او شاعري ګلونو د ټوکېدو دلیل د ښو انسانو د وجونو څخه وبولي ویلې دي چې شاعري ښکلې شعري نزاکت څخه کار اخیستی دی او ښکلی یې انځور کړی دی.

د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره وشوه، ، مینې ابراهیم خیل، لیمې نیازۍ، شفیقې خپلواک، مریم امرخیل، ، پاکیزې ارزو ،رابعې ، نعیمې غني او حورې سپېڅلې شعرونه ولوستل.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. په راتلونکې غونډه کې فاطمه سیمانخیل ادبي ټوټه او رابعه غزل کره کتنې ته وړاندې کوي. د د یادولو وړ ده ، چې مېرمن بهیر په میاشت کې دوه ځلې د چارشنبې په ورځ غونډه کوي.

پاکیزه ارزو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *