مینه ابراهیم خیل

د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دولسمه اوونیزه غونډه د ۱۳۹۳ کال د لړم میاشتې په ۲۸ نیټه د کتابښار د میرمن بهیر په تالار کې جوړه شوه . د غونډې مېلمنې تورپیکۍ عالم او رابیا ستانکزۍ وې او د سټیج چارې مینې ابراهیم خیل پر مخ یوړې.

د غونډې په پیل کې په کاري مسلو خبرې وشوې او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې د نمانځلو په اړه د میرمن بهیر له خوا د لویې غونډې جوړیدو په ارتباط خبرې وشوې.  د میرمن بهیر غړو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

د غوڼدې په دوهمه برخه کې له هالنډ څخه د شاعرې آغلې شفیقې پښتونزۍ په غزل کره کتنه وشوه چې دلته یې را اخلو:

نور دي دنظرونو ګناه نه اخلم

ستا دپرهرونه سزانه اخلم

نوره دي ملتيادقدمونه کړم

زه دچمنونو نه ګياه نه اخلم

دغه بدنظردي نورخوندي ساته

ستادسترګوکړي خطاءنه اخلم

اوس زړه دسلګوسره هم غږه نه دي

لادزوريدودي ژړا نه اخلم

زه پښتونزي زم دپښتنو پسي

دغوهديروکي هيڅ ساه نه اخلم

نعیمې وویل چې د پښتونزۍ د غزل په بیتونو کې ښکلی رانغاړل شوي دي او د ژوند کولو ښکلې هیلې په کې رانغښتې دي

شفیقې نیکزاد د شفیقې د شعر پیغام عالې وباله خو په شعر کې ځینو وزني نیمګړتیاوو ته اشارې درلودلې.

مینې ابراهیم خیل  وویل  د پښتونزۍ غزل  ښکلی دی داچې زموږ هغه خویندې چې په بهر کې ژوند کوي او زموږ د ژبې لپاره لیکنې کوي د افتخار وړ دي .

محمودې تقوا بیا د شعر د ستایلو تر څنګ وویل چې زموږ په بهر کې اوسیدونکي خویندې دې کوښش وکړي چې د نورو په ژبو لیکل شوي اثار پښتو ته راوژباړي.

د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره وشوه، محمودې تقوا، تورپیکۍ مومند، شفیقې نیکزاد،مینې ابراهیم خیل،  لیمې نیازۍ، شفیقې خپلواک، مریم امرخیل، ، پاکیزې ارزو ،رابعې، ساهره شریف ، نعیمې غني، فرشتې امرخیلې، شملې نیازۍ، خاطرې علي، پښتنې نیازۍ او حورې سپېڅلې  شعرونه ولوستل.

 غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر راتلونکې غونډه  فاطمه د ښځو پر ضد تاوتریخوالې د نړیوالې ورځې نمانځلو ته ځانګړې شوې ده چې بله پنجشنبه به په کتابښار کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *