د ۱۳۹۲ کال د وږې په ۲۷ نېټه مېرمن کلتوري ــ ټولنیز بهیر غونډه د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښارکې وشوه. د غونډې مېلمنه د نیمروز میرمن بهیر مشره شاه ګل ګلزاده حقدوست وه او د سیټج چارې شفیقې خپلواک پرمخ یوړې.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د مریم وردک په ادبي ټوټې کره کتنه وشوه چې سرلیک یې و ( څه ولیکم!)
څه ولیکم! هر کله چې قلم او کاغذ را واخلم، غواړم یو داسې څه ولیکم چه زړه مې پرې روښانه او روغ شي. خپله وړتیا پکې ووینم او د راتلونکې لپاره یو داسې څه وي چې خلک ترې ګټه پورته کړي. مګر زه د کاغذ مخې ته ډېره کمزوري شم، هغه واقعیتونه چې په ورځني ژوند کې ورسره مخ کېږم پرته له غمونو نه بل څه نه وي. نه شم کولای هغه مطلب چې چه غواړم نورو ته یې بیان کړم ځکه چې په فکر او دماغ مې د وطن جګړو ځای نیولی دی او د هیواد والو بې علته مرګونو مې سخته ځوروي.مطلب رانه هېر شي او وایم چې څه د چا لپاره ولیکم او څوک به وزګار وي چې زما مطلب ولولي. وایم زما په کلی کې خو ظلم او ناتار جوړ دی، زما په کلی خو ښامارانو چاپې اچولي او خپل زهر زموږ په رګونو کې شیندي او د غو ښامارانو روزنکې زموږ ځوان ته ټوپک په لاس کې ورکوي زموږ ښوونکې او زده کونکی د ښوونځي له دروازې شړي. څوک راته زلمیان ژوندي د خاورو لاندې کوي او په چا باندې نښي زده کوي. دا لا بل شاني ستمونه دي په مرمي خو څوک نه وژني دلته وژل په تېرو جړو دي دا خو لا څه کوې په تارو یې حلاله وي. بې علته مرګونه دي چې میندې ، پلرونه، خویندې او ورونه ژړوي او یو بل په درد کړېږي. دلته هر څوک په خپلو غمونو کې ډوب دي! څوک به زما لیکنه ولولي؟خو زه ماتې نه خورم ! یوازې د دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره فکر نه کوم بلکې مبارزه هم کوم او یوه ورځ به په خپلې مبارزې کې بریالۍ شم زه په ځان کې دغه وړتیا وینم.
نعیمې غني د مریم دغه لیکنه خوښه کړه وویل چې د هنر برخه یې ډېره درنه نه وه خو ښکلی پیغام او ښه فکر یې پکې رانغښتی و. شفیقې خپلواکې وویل چې ژبه یې ډېره ساده وه او روان نثر و او پیغام یې ښه وه. بلقیس محبوبي یې هم پیغام خوښ شو. پاکېزې ارزو وویل چې دا ټوټه د جوړښت له مخې هم ښکلې ده پیغام یې ښکلی و او زموږ په ټولنه کې واقیعتونه یې په ښه ټوګه راخیستې و. کاینات سعادت وویل چې په دغه لیکنه کې زموږ د ټولنې ناخوالې ښې انځور شوي وې.
د غونډې په دویمه برخه استاد امیرجان وحید احمدزي د ژورنالېزم په هکله لکچر وړاندې کړ. استاد احمد زي د لکچر په لومړی برخه کې د راډیوي خپرونو او په ځانګړي ډول د ګردي میز او د میز د جوړولو په اصولو او ډولونو باندې خبرې وکړي او د راډیویي ګردي میزد جوړولو په هکله یې ګټورمعلومات ورکړل.
د غونډې په درېیمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه. بلقیس محبوبي، نعیمې، شفیقې خپلواک، نظیفې نیازۍ، کاینات سعادت، جمیلې صافۍ، مېنې ابراهیم خیل، شاګل ګلزاده او وږۍ امیل شعرونه ولوستل. د یادولو وړ ده چې په راتلونکې غونډه کې به د نعیمې غني په شعر کره کتنه وشي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده.
پاکیزه ارزو