مینه ابراهیم خیل

د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۲۴ نېټه مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د کتابښار د میرمن بهیر په تالار کې غوڼده وکړه. د غوڼدې مېلمانه ډاکټر خوشحال روهي او تکړه شاعر اجمل تورمان و او د سټیج د لومړۍ برخې چارې لیمې نیازۍ پر مخ یوړې. او د مشاعرې برخه مینا نظري پرمخ بوتله.

د غوڼدې په لومړۍ برخه کې په کار مسایلو خبرې وشوې، لومړی د بهیر د غونډو په اړه بحث وشو، یو نظر داو چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې دې له افغان ادبي بهیر سره یو ځای جوړې شي خو ډیری غړو نظر درلود چې غونډې دې له دې وروسته د پنجشنبې په ورځو کې جوړې شي تر څو د میرمن بهیر غړې وکولی شي د خوشحال فکري بنسټ د لکچرونو په غونډه کې هم ګډون وکولی شي. له بحث او خبرو اترو وروسته دوهم نظر تایید شو او پریکړه وشوه چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې دې د پنجشنبې په ورځو کې په یوه نیمه بجه پیل شي.

د کره کتنې په برخه کې په پام کې وه چې د وږمې فضلي پر غزل کره کتنه وشي او شفیقه خپلواک ورباندې لیکلی نقد ولولي، داچې شفیقه خپلواک غونډې ته نه وه راغلې د وږمې فضلي پر شعر کره کتنه بلې غونډې ته وځنډول شوه او د مینا نظري په دې شعر کره کتنه وشوه:

کاش چې مې دنيا كې نور څه نه پالى
يو د جانان خيال مې پكې ښه پالى
بس كله باران او ځمكه دواړه واى
ائ د اسمان زويه يو دې زه پالى
ستا دا لپې لپې ښكلاګانې كه
ماته په نصيب واى مابه ته پالى
زه خو ستا له سترګو متاثره یم
ما دې غنمرنګه يو بانه پالى
مينه او ښكلا دوه پديدې يوځاى
دغه دواړو روح او كله زړه پالى
زه يوه سپيڅلې فلسفه د وخت
كاش چې دې فنكاره څه نا څه پالى

وروسته د دغه شعر په اړه بحث پیل شو، پاکیزې ارزو وویل چې د مینا د غزل په بیتونو کې ښکلی د لفظونو تضاد موجود دی او ښکلې هیلې په کې رانغښتې دي، خو د غزل ردیف لږ سکتګي په شعر کېئ راوستې ده چې توجه ورته په کار ده.

وږمې فضلي وویل که د شعر ردیف د پالي پر ځای پاللی شي هم به یې معنا ګونګه نه وي او هم به تر پخوا ښه راشي، د ردیف لپاره په دغه وړاندیز خبرې وشوې خو ډیرو وویل چې په دغه صورت کې د معنا وضاحت زیاتیږي خو د غزل وزن ورسره خرابیدای شي.

مینې ابراهیم خیل وویل د مینا نظري په شعر کې شکلي او نوي کلیمات ځای پر ځای شوي دي چې زه یې یو نوښت بللی شم.

په پای کې مینا نظري خبرې وکړې له هغو خویندو یې مننه وکړه چې پر شعر یې نظر څرګند کړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه، ، مینا نظري، تورپیکۍ مومند، مینې ابراهیم خیل، وږمې فضلي، لیمې نیازۍ، لعل پورې، مریم امرخیل، ، پاکیزې ارزو ،رابعې ، مسعودې نیازۍ، ساهرې شریف، ځلا، او حورې سپېڅلې شعرونه ولوستل.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. په راتلونکې غونډه کې به آغلې وږمه فضلي غزل کره کتنې ته وړاندې کوي او شفیقه خپلواک ورباندې لیکلی نقد وړاندې کوي. د غونډې په پای کې د استاد علم ګل سحر نوی کتاب(د ارګ نن او پرون) د بهیر پر غړو وویشل شو.

دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر غونډې به وروسته له هره پنجشنبه په یوه نیمه بجه په کتابښار کې د میرمن بهیر د غونډو په سالون کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *