پاکیزه ارزو

د غبرګولې د میاشتې په ۲۹ نېټه د مېرمن کلتوري ــ ټولنیز بهیر غونډه د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه .دا غونډه د مور ورځې ته ځانګړې شوې وه د غونډې مشره تورپیکۍ مومند وه او د سټیج چارې مرضیې امین پر مخ یوړې.

غونډې درې برخې درلودې، په لومړۍ برخه کې د آغلې کاینات سعادت په دغه غزل کره کتنه وشوه.
بیا راوتلې یم له ګوره خپل ژوندون لټوم
د پاکو هیلو په نوم زړه ته یو سکون لټوم
د رواجونو د لوړ غره غېټه چې سورۍ سورۍ کړم
ځمه روانه یم فرهاد غوندې جنون لټوم
زموږ د وصل ورځې شپې رانږدې شوې خدایه
د ستورو منځ کې په ژړا درومم مجنون لټوم
چې سر پرې کېږدم او د زړه غوټې ور پرانېزمه
د مهربان سړی له مهره ډک زنګون لټوم
بیا د فلک لوړو برجو ته ورختلې یمه
د خدای له دره د خپل خوار نصیب بدلون لټوم
له بغاوت ډک یاغي له رواجونو لرې
کاینات ژوند لپاره داسې یوه پښتون لټوم

د کاینات سعادت غزل د بهیروالو لخوا ښه وارزول شو. زمزمې نیازۍ وویل چې په غزل کې نوې تشبیهات کارول شوي و خو په لومړي بیت کې د ګور کلمه سمه نه برېښي .

پاکېزې ارزو په غزل کې د نوي تشبیهاتو یادونه وکړه ویې ویل چې مخکې د رواجونو لپاره د تورتم او زنځېر کلمه مې اورېدلې وه خو په دغه غزل کې د رواجونو لوړغر نوي کلمه وه. حورې سپېڅلې د غزل په څلورم بیت کې له مهره ډک زنګون کلمه خوښه شوه ویې ویل چې ډېره ښه یې په غزل کې راوړې ده.

د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې د مور ورځې ته ځانګړې شوې وه او د مور د مقام او ارزښت په اړه شعرونه ولوستل شول، په مشاعره کې زمزمې نیازۍ، حیا پوپلزۍ. مرضیې امین ، مدهونا حیدري، کاینات سعادت، نظیفې نیازۍ، حورې سپېڅلې ، جمیلې ساپۍ او تورپېکۍ مومند برخه واخیسته.

د غونډې په دریمه برخه کې په ځینو کاری مسایلو خبرې وشوې. چې د بهیر د سایټ په دوباره جوړېدو او په کتاب ښار کې د مېرمن بهیر لخوا د خپاره شویو کتابونه څانګه په پرانیستلو خوښي څرګنده شوه. همدارنګه پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د مېنې موسی زۍ په لنډه کیسه کره کتنه وشي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده.
دیادونې وړ ده چې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اونیزې غونډې هره چهار شنبه د غرمې په یوه نیمه بجه په کتاب ښار کې جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *