کاینات سعادت –

د ۱۳۹۲ کال د وږي په څلورمه نېټه د مېرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیرغونډه د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه.. د غوندې مېلمنه مېرمن بلقیس محبوبي او د سټیج چارې شفیقې خپلواک پر مخ یوړې.

په پیل کې د میرمن بهیر په کاري مسلو خبرې وشوې او میرمن ساهره شریف په دې اړه نورو ته معلومات ورکړل.

لیکوال او ادبپوه استاد نجیب منلي د میرمن بهیر لخوا د شویو کارونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د بهیر د غړو د لا بریا هیله یې وکړه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د پاکیزې ارزو په لنډه کیسه ( خدایه د هیچا مور دې مړه نه شي )  کره کتنه وشوه  کیسه د بهیر والو له خوا ښه وارزول شوه . کیسه دا سې پیل داسې شوي وه:

( د حاجې نواب خان د لمسۍ اتمه کلیزه وه ، په کور کې یې ګڼه ګوڼه جوړه وه  نارینه او ښځینه مبارکي ته راتلل. د کور مخې ته يې د سپینو او تورو شیشو موټرو داسې کتار لګولی و تا به ویل چې موټر فروشي ده او خریداران له موټرو کښته پورته تاوېږي. د حاجي نواب خان د شاندارې درې پوړې بنګلې اوږده سالونونه په غالیو پټ او په انتیکو شیانو سینګار شوي و. حاجي له خپلو دواړو زامنو سره کله یوه او کله بل سالون ته تلل او میلمنو  ته یې هر کلی وایه. چای او شربتونو  سره د وچو او تازه میو میوه دانۍ  په غولي ایښي وې.

شېبه وروسته ډوډۍ تیاره شوه د رنګارنګو کبابونو او وریجو کوم کمۍ نه و، حاجي نواب د خپل شان او شوکت د ښکاره کولو ښه انتظام کړی و. حاجي په هغه سالون کې ناست و چې میلمانه یې په سیالۍ کې ورسره برابر ول، نارامه غوندې و لکه څه شي یې چې  ورک کړي وي. بار بار یې موبایل ته کتل  ناکرار و، چې یو ه میلمه غږ پرې  وکړ

ــ حاجي صیب بختور یې ټول کال دې په عمرو تېر کړ،په مال کې دې بې شانه زیاتی راځي د عمرو برکت دی که کوم بل راز هم لري خدای ج یې له هرې خوا درباندې اوروي.

حاجي نواب خپلې پلنې وږې سیده کړې نری وټوخیده

ـ د خدای ج لورینه ده،عمرې دې خدای ج دې قبول وګرځوي ما له پیسو سره خدای ج نه دی هېر کړی )

د کیسې موضوع د یوه شتمن سړي حرص دی چې د ډېرې شتمني سره بیا هم د پیسو د زیاتېدو حرص لري خو کله چې یوه سوالګره ورڅخه خیر غواړي دی د خیر تر څنګ ترخه خبره هم ورته  کوي چې په ماشومې ښه و نه لږېږي او د شتمن سړي ورکړې پیسې لرې غورځوي.

 وږۍ امیل وویل چې  د کیسې پیل تلوسه درلوده او جملې یې لنډې او خوندورې وي ځینو جملو ښه انځورونه جوړ کړي و. بلقیس محبوبي د کیسې موضوع خوښه کړه. وروسته په همدغه کیسه د وتلې شاعر، لیکوال او کره کتونکی ایمل پسرلي نقد پاکیزې ارزو ولوست

د پاکیزې ارزو پر کیسه د وتلي لیکوال ایمل پسرلي را استولی شوی نقد

 د پاکیزې ارزو له کیسو سره بلد نه یم. دا مې لومړنی ځل و چې کیسه یې لولم. په دې حساب نه یم خبر چې له کله یې لیکي او څومره یې لیکلي. (خدایه د هیچا مور دې مړه نه شي) د اغلې ارزو  له نورو کیسو سره پرتله کولای هم نه شم.  داسې به وانګېرم چې تل یې لیکي او لا به یې پسې لیکي.

دا کیسه یې راته وايي چې د کیسه لیکنې له چلونو سره تر ډېره ځایه بلده ده یا په ډیرو تخنیکونو پوهیږي. ژبه یې داستاني ده، ځینې خوندورې او انځورګرې جملې لري. یو ځای لیکي:

((حاجي نواب خپلې پلنې وږې سیده کړې نری وټوخیده.))

دا جمله د کیسې د اصلي څیرې حاجي په باب هغه وخت لیکل شوې چې د ده ستاینه شوې، غرور او خوښي یې په رګونو کې په څپو ده. لوستونکي ته د اغلې ارزو دغه جمله ښه تصویر ورکوي.

یو بل ځای د نانځکو یادونه کوي او بیا رښتینی انسان داسې بیانوي: د غوښو جوړ انسان، له پلاستيکي نانځکو رښتیني انسان ته تر دې په ښه ډول اوښتل ممکن نه و که وي نو دومره خوندور به نه وي.

پاکیزه ارزو د صحنو په جوړولو یا انځورولو کې هم ښه ده. د کیسې په پیل کې د کالیزې او مېلمستیا ښه انځور کاږي. خو زموږ د ډيرو کیسو غوندې په دې کیسه کې هم لیکواله د ځینو برخو د انځور پر ځای هغه راته وايي. یو ځای لیکي:

(د حاجي نواب خان د شاندارې درې پوړې بنګلې اوږده سالونونه په غالیو پټ او په انتیکو شیانو سینګار شوي و)

شانداره صفت دی د ښې کیسې کمال دا دی چې دغه قضاوت لوستونکی وکړي او لیکوال یې داسې راته انځور کړي چې لوستونکی خپله ووايي چې شانداره ودانۍ ده.  په انتیکو شیانو سینګار هم ښايي د هغو پر یادولو لا خوندوره شوې وای. د بېلګې په ډول: د زینو په سر کې د وړې کړکۍ په طاقچه کې د مرمرو زمری ايښی و، خوله یې خلاصه وه، لکه وږی چې وي مړېده نه لري.

دا جمله به نه یوازې د انتیکو شیانو تصور راکړي بلکې له کیسې سره به نوره مرسته هم وکړي. دا زمری به د حاجي سمبولیکه بڼه وي چې مړېده نه لري.

د اغلې ارزو په کیسه کې زموږ د ډیرو نورو کیسو غوندې ځینې معلومات په نا طبعیي ډول راتپل کيږي.

یو ځای لولو:

((که خدای کول دا ځل به ټول سیالان مات کړم تر ټولو لوی سرمایه دار به یم، نوی نوی مارکیټ به  جوړ کړم))

دا د کیسې د اصلي کرکتر حاجي له خولې ویل شوې خبرې دي. لیکواله غواړي راته ووایي چې حاجی مړېده نه لري، د ده د لا منفي ښوولو هڅه شوې چې د کیسې لپاره بې ګټې او مصنوعي ده. په رښتيني ژوند کې څوک دا ډول خبره نه کوي، په تېره بیا د حاجي غوندې کریکتر، چې په دې کیسه کې را پيژندل شوی باید دا خبرې پټې له ځان سره وساتي. اصلا د دغې جملې لیکلو ته اړتیا نه وه لوستونکی خپله پوهیږي چې حاجي څه غواړي.

یو بل ځای: ((خوب دې را پوره کړ قاچاقي مال دې راوساوه))

لیکواله غواړي وپوهیږو چې سړی قاچاقي مال کاروي. ښايي هدف دا وي چې د دغه کریکتر منفي اړخ راته لا روښانه کړي خو په کیسه کې د ده منفي ښوول په کار نه دي. کیسه باید خپله لوستونکی دې نتیجې ته ورسوي چې سړی څرنګه دی؟  د دغې جملې بله ستونزه دا ده چې هیڅوک خپل منفي کار ښکاره نه یادوي. حاجي ولې ووايي چې قاچاقي مال؟ ایا یوازې مال د ده او مقابل لورې ترمنځ خبره نه رسوي؟

د خیرات غوښونکې نجلۍ عمر هم  د لیکوالې هڅه ده چې د حاجي له لمسۍ سره یې پرتله کړو. د کیسې راوي څه پوه شوه چې خیرات غوښتونکې اته کلنه ده؟ ایا په تندي یې لیکلي دي؟ زما لور اته کلنه ده، لس کلنې او شپږ کلنې که ووینم نه پوهېږم چې اته به وي که وړې یا لویې.

د خیرات غوښتونکې نجلۍ له خوا د سلګون لوټ غورځول له عقله وتلې خبره ده. لیکواله هڅه کوي چې د نجلۍ غیرت را وښيي خو داسې څه یې تر دې وړاندې نه دې راته ویلي چې د هغې پر غیرت مې باوري کړي. که هغې پیسې ساتلې وای یا یې غورځولې وای پر کیسې یې اغیز نه درلود. کیسه د دې نجلۍ نه ده بلکې د حاجي ده چې قاچاقي مال کاروي، ډیره سرمایه لري، سخي هم دی خو داسې سخاوت چې د مقابل لورې زړه پرې خوري.

د داستان نوم اوږد دی . له اصلي کیسې سره کومه مرسته نه کوي. ښایي ( عذاب) ورته ښه نوم وای.  د حاجي عذاب، د خیر غوښتونکې عذاب، د خېتې  عذاب او له نورو سره د سیالۍ عذاب.  دا نوم به له لوستونکي سره د کیسې په پوهېدا کې هم مرسته وکړي.))

د میرمن بهیر غړو له نامتو لیکوال او ژورنالست محترم ایمل پسرلي څخه مننه وکړه چې تل یې د میرمن بهیر د غړو لکنو ته توجه کړې ده هغوی یې هڅولې او دادی په دې کیسه یې خپله لیکلې کره کتنه رااستولې وه چې ټولو ته ډیره اموزنده او په زړه پورې وه. د بهیر غړو د کیسه لیکنې په برخه کې ډیر څه ترې زده کړل.

د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې د میرمن بهیر غړو بلقیس محبوبي، شکریې خروټې، شفیقې خپلواکې. زمزمې نیازۍ ، حیا بابکرخیل کاینات سعادت، مینې ابراهیم خيل، پاکیزې ارزو، اوږۍ امیل، مرضیه امین خپل شعرونه  ولوستل. همدارنګه پریکړه وشوه چې  په راتلونکې غونډه کې به د مینې ابراهیم خیل  په شعر کره کتنه وشي. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *