د ۱۳۹۳ کال د زمري په ۲۳ نېټه مېرمن کلتوري ــ ټولنیز بهیر د پامیر سینما د بهیر په تالار کې غوڼده وکړه. د غوڼدې مېلمنې د اوکراین له هېواده څخه راغلې ځوانه شاعره شغله او د وحدت لیسې مدیره صحابه خروټې وې او د سټیج چارې شفیقې خپلواک پر مخ یوړې.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د مېرمن بهیر له خوا د مجلې د چاپ په موضوع خبرې وشوې او د مجلې لپاره په واړندې شوې طرحې بحث وشو. مېرمن ساهرې شریف وویل چې په طرحه کې وړاندې شوې زیاتره مطالب ادبي دي او د دغو مطالبو تر څنګ سیاسي برخه یې باید هم پیاوړې وي. شفیقې نیکزاد وویل چې وړاندې شوې مطالب تکراري دي او داسې مطالب ټولې مجلې خپروي پکار ده چې دا مجله له هره اړخه نوې وي او د اوسنې شرایو او غوښتنو په مطابق لیکنې او مطالب ولري اغلې نیکزاد د انسان پېژندې او روانشاسي مطالب غوره ووبلل. شفیقې خپلواک د مجلې لپاره د نوم په هکله خپل نظر وړاندې کړ وې ویل چې نوم د هر شي او پدیدې د څرګندولو کې لوی رول لري مجلې ته نوی او ښکلی نوم غوره شي . د بحث په پای کې پریکړه وشوه چې طرحې ته دې وړاندې شوې وړاندیزونه عملي شي او نژدې راتلونکې ته لیکنې راټولې او مجله چاپ ته تیاره شي.
د غونډې په دویمه برخه کې د اغلې شغلې په دوو غزلونو کرکتنه وشوه:
که ومه تللې مروره ، پخلا بیرته راغلم
زه د تقدیر په کرښو نه وم رضا بیرته راغلم
*منکره نه یم رانه شوې خطا بیرته راغلم
له تا نه تللې ډیره لرې تر تا بیرته راغلم
ما چې پرون دا ستا له دره سل توبې کړې وې
سبا مې هر څه و هیر کړي ، سبا بیرته راغلم
ستا په مزار مې مورې ډیرې چیغې ووهلې
ته وې خاموشه ، ته چې نه شوې ګویا ، بیرته راغلم
ستا دې شغلې دا کمزوري، چې درد دې نه شي لیدی
اوښکې کړه پاکې ، خیر دی وکړه خندا ، بیرته راغلم
غزل
زه دې وم زړه کې زه دې څنګ کې اوسیدلې نه شوم
په کور او کلي کې دې ځکه ځاییدلې نه شوم
وخت د خندا، خو د حالاتو اجازه مې نه وه
هو ما ژړل نه خو له درده خندیدلې نه شوم
ما به لیدې چې تیریدې په هغه بره کوڅه
زه ستا سایه درسره تلم خو تا لیدلې نه شوم
زما همځولې به په هر سحر بیا بیا غوړیدې
زه داسې نه وم زه په وار وار غوړیدلې نه شوم
چې له انسانه مې درد وموند ورنه لرې لاړم
واپس شوم ځکه چې له ځانه لرې تللې نه شوم
ته وې لګیا د فلسفې په پلټنو او زه
په سپین کاغذ باندې یو ټکی تا لوستلې نه شوم
ټول داسې نه وو لکه تا یې چې ګومان کړی و
شغلې باور وکړه چې ډېرو خو زغملې نه شوم
په غزلونو شفیقې خپلواک خپله لیکنه واوروله. اغلې شفیقې د لیکنې یوه برخه کې لیکلې وو:
افکار مختلف، ذوقونه مختلف د ژوند کولو لار مختلف. کله کله ځان سره وایم چې دا بد خلک هم بد نه دي، دوی به له همدې خوند اخلي،حد اقل د یو انسان د سکون په فکر دي چې هغه یې خپل ځان دی.توپیر یې ممکن له نورو سره دا وي چې دوی د ځان لپاره ژوند کوي او نور د خلکو لپاره. په دې بیت کې دا ټولې خبرې سته. چې له انسانه مې درد وموند ورنه لرې لاړم واپس شوم ځکه چې له ځانه لرې تللای نه شوم کله کله مې یو نیم شعر خوښ شي.یوه شوخه ملګرې مې ده، هغې ته یې ووایم. رانه دلیل غواړي چې ولې مې خوښ دی؟بیت په بیا بیا ګورم خو زما ذهن بغیر له تصویره بل څه نه سي په کې موندلی.دلته په شعر کې د فکر خلا محسوسه کړو.ماته هنر هغه یو څه دی چې زما په شته تجربو، شته پوه مې یو څه ورزیات کړي.کله یې چې لولم یا اورم احساس وکړم لکه نوې خبره مې چې زده کړې وي.دا راته د یو ښه شعر ځانګړنه ده.د شغلې پورته بیت او دا بیتونه یې هم بیلګې دي:
زما همځولې به په هر سحر بیا بیا غوړیدې
زه داسې نه وم زه په وار وار غوړیدلې نه شوم
ته وې لګیا د فلسفې په پلټنو او زه
په سپین کاغذ باندې یو ټکی تا لوستلې نه شوم
دا بیتونه، د دې تر څنګ چې د ژوند په اړه یو تصویر راکوي، نوې خبره هم لري.د بیوسۍ کیسې هم کوي.د ماتېدو کیسې، د بې کسۍ خبرې خو په عین حال کې یوه تمه یو امید. سپین رنګ د رڼا رنګ د یوې هیلې رنګ دی، له تورې شپې د خلاصون رنګ دی. اکثرآ فلسفي علوم د ژوند اړخونه څیړي، نو دلته یې شتون بې ځایه نه دی.خو نوی هم نه دی دا خبره مو په ټولنه کې ډېره معموله ده چې شاعران یا هنرمندان د نورو وګړو برعکس وي.شغلې په پورته بیت کې دې ته هم اشاره کړې، چې د خپلو همځولو غوندې نه ده.شغله یو وار غوړیږي خو ښه غوړیږي. کله کله ډېر خوند کوي چې شاعران واقعیت بیان کړي.د خپل اوسني حالت انځور وکاږي.د خپل شخصي ژوند او د خپلې شخصي تجربې.کله چې د شاعر ژوند ته وګورم او هغه څه ته چې ویلي یې دي، که په کې ټکر ډېر راښکاره سي، احساس کوم مصنوعي یې لیکلی.تکلف دی دا بیا زما په اند شعر ته تاوان دی. شعر باید ډېر طبیعي او له هر ډول تکلف پاک وي. دا بیت همداسې راښکاري: زه دې وم زړه کې زه دې څنګ کې اوسیدلې نه شوم په کور او کلي کې دې ځکه ځاېیدلې نه شوم ګومان کوم شغله له هیواده بهر اوسي. د دې یاد شوي بیت موضوع او زاویه په پښتو شعر کې بیخي زړه شوې کاشکې یې دا ستونزه د هغه هیواد، یا هغه ستونزه بیان کړې وی چې مینان هلته ورسره مخامخ وي.خو داسې هم نه ده چې شغله بیخي خپلې تجربې نه وايي:
ستا په مزار مې مورې ډیرې چیغې ووهلې
ته وې خاموشه ، ته چې نه شوې ګویا ، بیرته راغلم
وايي شعر منطق نه لري، خو شاعرانه منطق لري. دې بیت کې شاعرانه منطق راته کمزوری واېسېده. ما به لیدې چې تیریدې په هغه بره کوڅه زه ستا سایه درسره تلم خو تا لیدلې نه شوم زه ګومان کوم دا ناشونې ده چې خپل سیوری ونه وینو. ډېر شعرونه چې لولم شاعران له خپله درده چیغې وهي، دومره یې نورو ته نه وي ورپام خو شغله برعکس د ځان کمزوري د مین غم بولي.او د هغه د لیدو تاوان نه لري:
ستا دې شغلې دا کمزوري، چې درد دې نه شي لیدی
اوښکې کړه پاکې ، خیر دی وکړه خندا ، بیرته راغلم
دا بیت دا هم را زده کوي، ژوند همدا دی مبارزه ، د نورو د خوشالۍ لپاره کله کله باید له خپلې تیر شو.شغله به یې ممکن مین ځورولې وه چې ترې تللې وه خو بیرته چې راغله قرباني یې ورکړه د یو انسان په خاطر. د شغلې شاعري چې لولم فکر یې پوخ راښکارېږي
د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه، عادله حسین، مینې ابراهیم خیل، لیمې نیازۍ، هیلۍ احدي، شفیقې خپلواک، مریم اکاخیل، پریسا خزان،ساهرې شریف، شغلې ، پاکیزې ارزو او پښتنې عربزۍ شعرونه ولوستل.
د غونډې په پای کې د مېرمن بهیر لخوا اغلې شغلې ته ستاینلک او ډالۍ ورکړل شوې. دغه راز په غونډه کې د بهیر په غړو (ګیډۍ) مجله او د ښاغلي سیامک هروي ناول(ګرداب سیاه) هم وویشل شول. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده همدارنګه پریکړه وشوه په راتلونکې غونډه کې به د شپنې شپیلۍ په غزلونو کره کتنه وشي او پاکیزه ارزو به نقد پرې ولیکي. د د یادولو وړ ده ، چې مېرمن بهیر په میاشت کې دوه ځلې د چارشنبې په ورځ غونډه کوي.
پاکیزه ارزو