پاکیزه ارزو
د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ په ۵ نېټه د چهار شنبې په ورځ د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غونډه په کتاب ښار کې جوړه شوه.
دغونډې مېلمنه د اشنا راډیو د پښتو څانګې خبریاله حبیبه اشنا وه او د سټیج چارې مینا نظري سرته ورسولې.
د غونډې په لومړۍ برخه کې پاکیزې ارزو د تېرې غونډې راپور ولوست چې د بهیر والو لخوا ښه وارزول شو.
د غونډې په دویمه برخه کې د ماشومانو لپاره لیکل شوې د مینې موسی زۍ په کیسې چې (خواږه سویان )نومېده کره کتنه وشوه. د کیسې پیل داسې شوی و:
وه نه و د خدای ج ددې لویې نړۍ په لوی ځنګله کې درېو سویانو په ګډه ژوند کاوه. دا سویان سپین رنګې وو او تل به یې خپل ځانونه پاک ساتل. هو د ځنګله حیواناتو به دوی په دې نومونو یادول چې د یوه نوم خوږ د بل نوم مهربان او دریم نوم ښایسته و.
دوی ډېر ښه اخلاق درلودل او د لرګیو په یوه کور کې یې ژوند کاوه چې هر یوه په کور کې ځانګړي کارونه تر سره کول. درې واړه په خپل منځ کې ډېر خواږه و په دې ترتیب د هغوی ژوند ښه تېریده
یوه ورځ په ځنګله کې لویه ننداره جوړه شوې وه، د لوبو او ساعت تیرۍ لپاره په جشن کې ډول ډول څېزونه او همدارنګه راز راز خوراکي توکي برابر شوي وو. دوی هم تللي و او د خپلو ملګرو سره په ساعت تیرۍ بوخت وو. د جشن په ګڼه ګوڼه کې ښایسته ، خوږ او مهربان سره جلا شول ، خوږ او مهربان په ننداره کې دومره بوخت وو چې ښایسته ځینې هېر شو… په دغه کیسه کې سویان سره جلا کېږي خو په پای کې بیا سره یو ځای کېږي.
د کیسې په هکله ساهرې شریف وویل چې د کیسې موضوع تکراري ده غوره به وي که په ساینسي مسایلو کیسې ولیکل شي چې ماشومان له پرمختلې نړۍ سره اشنا شي همدارنګه کیسه کې اضافي جملې کارول شوې لکه دا جمله ، (هو د ځنګله حیواناتو به دوی په دې نومونو یادول) او( په دې ترتیب د هغوی ژوند ښه تېرېده). چې دغه جملې کیسه ییز رنګ نه لري. نظیفې نیازۍ د کیسې ژبه روانه وګڼله چې د ماشومانو لپاره مناسبه ده . پاکیزې ارزو وویل چې لیکوالې دا کیسه د لنډې کیسې په نوم نومولې وه خو دا کیسه د لنډې کیسې په فورم کې نه وه لیکل شوې د کیسې پیل د پخوانیو نکلونو غوندې شروع شوې چې تر پایه یې خپل خصوصیت ساتلی همدارنګه د لنډې کیسې نور توکې هم په کې نه لیدل کېږي خو په کیسه کې یې د سویان نومونه خوښ کړل چې د ماشوم لپاره عاطفي دي. مینې موسی زۍ د بهیروالو له نظرونو څخه مننه وکړه.
د غونډې په دریمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه. مینا نظري، نظیفې نیازۍ، کاینات سعادت، حورې سپېڅلې، حیا بابکرخیل، مریم اکاخیل ، وږۍ امیل او حیا پوپلزۍ، پاکیزې ارزو خپل شعرونه ولوستل. همدارنګه د ټیلفون په کرښه د میدان وردک له ولایت څخه موسکا ساحل هم په مشاعره کې برخه واخیسته.
د غونډې په پای کې حبیبې اشنا خبرې وکړي غونډه یې ښه وارزوله او د مېرمنو لپاره یي د یوه ځانګړې سایټ د جوړېدو په هکله معلومات ورکړل او د بهیر له غړیو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې د پاکیزې آرزو په لنډه کیسه کره کتنه وشي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده.